اوکراين ته د سوله ساتي ځواک له پاره د لسو هېوادونو چمتووالی
۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبهداروپايی ټولنې لسو غړو هیوادونو، د سولې د هر ډول احتمالي تړون د پلي کیدو د څارنې په هدف د ځواکونو د استولو له پاره چمتووالی اعلان کړی دی.
د بلومبیرگ د رپوټ او د باخبره سرچینو په حواله، فرانسه او بریتانیا ددغه نوښت سیاسي او عملیاتي رهبري پر غاړه اخلي او د ځواکونو د شمیر او د مستقر کیدو د اډو په هکله هم خبرې اترې ترسره سوي دي.
د اروپا د شورا مشر، انتونیو کوستا ددغه بهیر چټکوالي ته په اشارې سره ویلي چې هدف دادی چې "لس ټکي لرونکی تړون" ژرترژره جمع بندي سي، ترڅو له ولادیمیر پوتین سره د ولودیمیر زیلنسکي د احتمالي لیدنې کتنې د رامنځته کیدو په صورت کې، کیف په یوه لا قوي دریځ کې خبرو اترو ته داخل سي.
د امریکا مشارکت او د برلین دریځ
په داسې حال کې چې په لومړنیو ساعتونو کې د امریکا د مشارکت ډول مشخص نه ؤ، ډونالډ ترمپ په ټلویزیوني خبرو کې څرگنده کړه چې د امریکا متحده ایالات آماده دي چې "په تیره بیا له هوا" څخه د اروپایانو ملاتړ وکړي او د امریکايی مځکني ځواک استول به په پام کې ونه نیسي.
د سپینې مانۍ ویاندې، کارولین لویت د پایداره سولې له پاره امنیتي تضمینونه حیاتي وبلل او له اروپا سره له همږغي له پاره یې د ملي امنیت د ټیم له گومارلو او له اوکراین او روسیې سره د مشورو له دوام څخه خبر ورکړ.
اړوند:آلمانی سیاستوال: د اوربند په صورت کې ممکن آلمان اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه واستوي
له برلین څخه هم ویل کیږي چې آلمان طبیعتاً په تضمینونو کې برخه اخلي، خو ددغه مشارکت د ډول او کچې په هکله به په مناسب وخت کې تصمیم ونیسي؛ د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ټینگار کړی چې هر مشارکت باید هم سیاسي او هم پوځي تعریف سي.
پوځي اړخ: د ناټو غونډه او د قوماندانانو همږغي
په واشنگټن کې، لوړپوړو امریکايی او اروپايی قوماندانانو د سولې د ممکنه تړون له پاره د "تر ټولو غوره انتخابونو" په هکله بحث کړی دی. دغه حضوري ناستې د ناټو د ۳۲ لوی درستیزانو له ویډیو کنفرانس څخه مخکې ترسره کیږي؛ هغه غونډه چې په هغې کې به په اروپا کې د ناټو د ځواکونو لوړپوړی قوماندان الکسوس گرینکویچ، د اوکراین په اړه خبرو اترو په تړاو له "وروستي امنیتي وضعیت" څخه، پوځي کمیټې ته معلومات ورکړي. د ناټو د پوځي کمیټې مشر، جوزپه کاوو دراگونه ، دغه برنامه د "ایکس" په شبکه کې اعلان کړې ده.