انځور: د جرمني د کارنیوال د طنزي سوژو په منځ کي د طالبانو اقدامات
د آلمان د کارنیوال جشن سږکال هم له سیاسي طنزونو ډک وو، چي د نړۍ د روان وضعیت منعکس کوونکی دی. پر ښځو باندي د طالبانو وضع سوي محدودیتونه هم د دوشنبې په ورځ د کارنیوال د جشن یوه سوژه وه.
فریدریش میرڅ او دروند بار
د کارنیوال په دغه سوژه کي د آلمان راتلونکی احتمالي صدراعظم ، فریدریش میرڅ د یوه خره په څیر ترسیم سوی چي یوه درنه کراچۍ باید کش کړي، خو د بار فشار د هغه تر زور څو برابره ډیر دی. دا د دې ښکارندویی کوي چي د جرمني راتلونکی صدراعظم له کومو سترو ننگونو سره مخامخ دی. په آلمان کي روانې سیاسي موضوعگاني د سږکال د کارنیوال په طنزي سوژو کي پراخ انعکاس لري.
د ایلان ماسک مسخره کول
د کارنیوال په یوه بل ستر فیگور کي، د تسلا شرکت اجرایوي مدیر او د دونالډ ترمپ مشاور ایلان ماسک، د «جرمني له پاره له بدیل» ښي اړخه گوند څخه د ملاتړ او د قدرت له پاره مبارزې له امله مسخره سوی دی.
پر افغان ښځو وضع سوي محدودیتونه له پامه نه دي غورځول سوي
د آلمان په سږني کارنیوال کي همدارنگه پر افغان ښځو او نجونو باندي د طالبانو ادارې له خوا وضع سوو محدودیتونو باندي هم ملنډي وهل سوي دي. دغه مجسمه یا فیگور داسي یوه لوحه نیولې ده چي ورباندي لیکل سوي «موږ په دې ډول د خپلو ښځو له حقونو ساتنه کوو.» د تراکتور پر لوحه هم لیکل سوي دي «دا ټول ددې له پاره چي زه پرتا مین یم.»
ښي اړخي عوامپاله د سیاست اصلي ډگر ته ننوزي
په دغه طرح کي د «آلمان له پاره له بدیل گوند» څخه الیس وایدل د هنزل او گریتل د نکلونو د جادوگرې په توگه ښودل سوې ده، ترڅو د ټولنیزو رسنیو له لاري هغه ځوانان وغولوي چي د لومړي ځل له پاره رایی ورکوي. د نازیانو له دورې وروسته د اول وار دی چې یو افراطي ګوند په انتخاباتو کي دوهم ځای ته پورته سو.
مصنوعي ځیرکتیا نړۍ خوري
په یوې بلي طراحۍ کي، مصنوعي ځیرکتیا چي په چټکۍ سره د پرمختگ په حال کي ده، تر هدف لاندي نیول سوې ده. دغه طرح داسي یوه بیره منعکس کوي چي مصنوعي ځیرکتیا به د نړۍ کنترول په لاس کي ونیسي.