انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
ایران پر افغان مهاجرو فشار زیات کړی او د اسرائیل او امریکا د پریدونو په پایله کې د دوی اخراج ته یې شدت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ۲۰۲۵م کال د جولای ۴ نیټه: له ایران څخه ستانه شوي مهاجر د خپلو اداري کارونو بشپړیدو ته انتظار باسې، څو خپل هیواد ته ستانه شي. ایران په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو نیولو او اخراج ته زور ورکړی دی.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ډیری بیرته ستنیدونکي وایي چې نیول شوي او له تاوتریخوالي څخه په استفادې په زور اخراج کړای شوي دي.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
اکثره دغه اخراج شوي او بیرته ستنیدونکي کسان وایي چې د ایران انتظامي مسؤلینو ورسره له ناوړه چلند څخه کار اخیستی دی. دوی یې وهلي او ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د تیرو برعکس چې اکثره بې فامیله نارينه به اخراجیدل، دا وار ډیر شمیر کورنۍ له ښځو، ماشومانو او سپينږیرو سره لیدل کیږي چې هیواد ته ستنیږي او یا هم اخراج شوي دي.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ایراني چارواکو پر دغه هیواد د اسرائیل او امریکا له برید څخه وروسته پر افغان مهاجرو محدودیتونه ډیر کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ملگرو ملتونو د مهاجرت ادارې په خبره ۹۹ سلنه د بیرته ستانه شوو کسانو څخه قانوني اسناد نه لري او ۷۰ سلنه یې په زور اخراج شوي. د کورنیو په اخراج کې تر اندازې ډیر زیاتوالی لیدل کیږي.
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ رئیس عرفات جمال د اسلام قلعه د سرحدي پولې وضعیت په اړه وویل: «دوی له بسونو سره راځي او ځیني وختونه پنځه بسونه په یو وخت کې را رسیږي او خلک له بسونو ښکته کیږي. دوی گنگس، سرگردانه، ستړي ستومانه او وږي دي.»
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
عرفات جمال په دغو مهاجرو کې د ماشومانو، ښځو او پاخه عمر لرونکو کسانو د وضعیت په اړه انديښنه څرگنده کړه. هغه زیاته کړه چې یو شمیر د دوی په خپله خوښه ستانه شوي، خو اکثره یې په زوره ایستل شوي دي.
د اسلام قلعه سرحد، هرات
ملگري ملتونه وایي: «افغانستان چې لادمخه له اقتصادي ستونزو او دوامداره بشري بحران سره مخ دی، په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو بیرته ستنیدنې ته چمتووالی نه لري».
اسلام قلعه
د ملگرو ملتونو سازمان په وینا دوی په ۲۰۲۵م کال کې د بشري مرستو له پاره ۲،۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا درلوده چې له دې جملې څخه تر اوسه پورې یوازې ۲۲،۲ سلنه یې ترلاسه کړي دي.
اسلام قلعه
په افغانستان کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې ډیر شمیر هیوادونو له افغانستان سره خپلې بشري مرستې بندې کړي او یا یې هم تر اندازې زیات کمې کړي دي. د طالبانو بیرته ستنیدل، د تعقیب او شکنجې ویره او همدارنگه فقر او بې روزگاري د دې سبب شو چې سلگونو زره افغانان گاونډیو هیوادونو ته مهاجر شي.
اسلام قلعه
د ملگرو ملتونو سازمان مجبوره شوی دی چې له بیرته ستنیدونکو کورنیو سره په سرحد کې خپلې مرستې له ۲۰۰۰ ډالرو څخه یوازې ۱۵۶ ډالرو ته را ټيټې کړي.
اسلام قلعه
د ۱۳۹۵ه ش کال د رپوټ پر بنسټ چې د ایران د ارقامو مرکز له لورې خپاره شوی دی په دغه هیواد کې ۱ میلیون۵۸۳ زره او ۹۷۹ کسان چې د ایران د ټول نفوس ۱،۹۸ سلنه برخه تشکیلوي، د افغانستان اتباع دي.