امریکا: ۲۰۱۹ کال د ډله ایزو قتلونو تر ټولو خونړی کال وو
۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبهد اسوشیتید پریس، یو اس اې ټوډې او د نارت ایسترن پوهنتون له لوري په ګډه د جوړ شوي یوه ډیټابیس په اساس روان میلادي کال د امریکا متحده ایالاتو په نږدې تاریخ کې د ډله ایزو قتلونو له کبله تر ټولو خونړی کال وو. د یاد ډیټابیس په اساس د ډله ایزو قتلو په ۴۱ پیښو کې په مجموعي توګه ۲۱۱ تنه وژل شوي دي. ډله ایز قتلونه هغو پیښو ته وايي چې پکې د قتل له عامل پرته څلور یا له څلورو ډیر کسان وژل شوي دي. د دغو شمیرو له مخې د ډله ایزو قتلونو د ټولو پیښو له جملې څخه په ۳۳ پیښو کې یې له وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
دغه معلومات د دې ښکارندويي کوي چې د ۱۹۷۰م کال راهیسې ۲۰۱۹م کال د امریکا متحده ایالاتو له پاره د ډله ایزو قتلونو له کبله تر ټولو ډیر خونړی کال وو. د ډله ایزو قتلونو له پلوه د امریکا له پاره دوهم تر ټولو خونړی کال ۲۰۰۶م کال وو چې یوازې په یوه پیښه کې ۳۸ کسان وژل شوي وو.
د معلوماتو له مخې، د ټولو ډله ایزو قتلونو د پیښو له جملې څخه په اتو پیښو کې یې له وسلې څخه کار نه دی اخیستل شوی. په نورو وسلو کې چړې، تیشې یا تبرونه او د اور اچونې پیښې شاملې دي. په زیاترو پیښو کې کورنۍ ستونزې، مخدره توکي او یا د مافیايي جنايي کړیو فعالیتونه ښکیل دي.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو په کلفورنیا ایالت کې د وسلو پر انتقال او لرلو باندې شدید قانوني محدودیتونه وضع شوي، خو بیا هم دغه ایالت د ډله ایزو قتلونو د اتو پیښو شاهد وو. د یاد ډیټابیس په اساس د امریکا کابو نیمايي ایالتونو د ډله ایزو قتلونو پیښې تجربه کړي دي. دغه دیټابیس په دغو پیښو کې د ټپیانو شمیر نه وړاندې کوي او یوازې د وژل شوو کسانو شمیر پکې خپور شوی دی.