امریکا: پیلوسي د رهبرۍ له چوکۍ څخه تیریږي
۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعهاعلان
دغي ۸۲ کلني په واشنګټن کي د پارلمان د یوې جلسې پر مهال وویل، اوس د دې وخت رارسیدلی دی چي یو نوی نسل د فراکسیون مشری پرغاړه واخلي. خو دا غواړي په پارلمان کي وکیله پاته سي. د امریکا د نمایندګانو د مجلس د رئیسي په حیث پیلوسي په دغه هیواد کي دریم لوړ سیاسي مقام په لاس کي درلودی.
په تیرو ورځو کي د پارلمان تر دوره اي انتخاباتو وروسته دیموکراتانو د نمایندګانو په مجلس کي اکثریت له لاسه ورکړ او مجبوره دي اوس د هغه ریاست هم جمهوري غوښتونکو ته ورکړي.