امریکا: په سوپرمارکیټ کې په ډزو لس تنه وژل شوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۵, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ایالت په بفالو په سیمه کې په یوه سوپر مارکیټ کې ډزې شوي چې د پولیسو په وینا لس تنه وژل شوي دي. د امریکا فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی ویلي چې شکمن بریدګر یې نیولی دی او دا چې د نژاد پرستانه انګیزې په اساس د برید د احتمال په هکله پلټنې کوي. بفالو د نیویارک ایالت دوهم ستر ښار بلل کیږي چیرته چې د پولیسو په خبره په برید کې درې تنه ټپیان شوي هم دي.
د بفالو د سیمې د پولیسو مشر جوزیف ګراماګلیا ویلي چې دغه برید د ټاپس فرینډلي مارکیټ Tops Friendly Market کې شوی دی. د امریکا فدرالي پولیسو بیا زیاته کړې چې دوی د تبعیض او د توکم پالنې په اساس د سخت دریځۍ د یوې پیښې په هکله پلټنه کوي.
د معلوماتو له مخې یو ۱۸ کلن سپین رنګه شخص یوه سوپر مارکیټ ته داخل شوی او پر خلکو یې ډزې کړي دي. څیړونکي همدا راز اټکل کوي چې دغه پیښه په ژوندۍ بڼه پر ټولنیزو رسنیو خپریدله. د پیښې عیني شاهدانو ویلي چې دوی په نظامي جامو، د مرمۍ ضد واسکټ لرونکی کس لیدو چې وسله یې په لاس کې وه.
سوپرمارکیټ د دې سیمې په یوه داسې ځای کې موقعیت لري چیرته چې زیاتره تورپوستي ژوندي کوي او دغه سیمه تر ډیره پورې استوګنه سیمه ده.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.