امریکا؛ محکمې د افغانانو موقتي حفاظت لغوه کولو اجازه ورکړه
۱۴۰۴ تیر ۳۱, سهشنبهد ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت د اپریل میاشتې په لومړیو کې اعلان کړی و، چې د افغانستان او کامرون د کډوالو موقتي خوندیتوب به لغوه کړي.
د امریکا حکومت دا استدلال کاوه، چې د افغانستان او کامرون حالت دومره خراب نه دی، چې له امله دې یې د دغو دواړو هېوادونو وګړي په امریکا کې لنډمهالی خوندیتوب تر لاسه کړي. ټولټال ۱۴۶۰۰ افغان او ۷۹۰۰ کامروني کډوال له دې پرېکړې اغېزمنېږي.
امریکا کې لنډمهالې ساتنه یا خوندیتوب د هغو هېوادونو کډوالو ته ورکول کېږي، چې له بشري ناورین، وسله والو نښتو او یا نورو فوق العاده ستونزو سره لاس و ګرېوان وي. دا شان حفاظت د کډوالو د اخراج مخه نیسي او دا زمینه برابروي، چې کډوال له شپږو تر اتلسو میاشتو کاري جوازونه تر لاسه کړي.
د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت له لوري غځول کېږي؛ خو د ټرمپ اداره د افغان او ځینو نورو هېوادونو د کډوالو له پاره د دې وړ خوندیتوب د غځولو اراده نه لري.
تېره اونۍ په متحده ایالاتو کې یوې محکمې د زرګونو افغان کډوالو له پاره د لنډمهالې ساتنې لغوه کول د هغې له پلي کولو مخکې د یوې اونۍ له پاره وځنډول.
د کاسا په نوم د کډوالو د حقونو یوې مدافع ډلې د امریکا د کورني امنیت له دې پرېکړې حقوقي شکایت وکړ او تېره اونۍ د امریکا د څلورمې حوزې استیناف محکمې د دغې ډلې د غوښتنې پر اساس پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د جولای میاشتې تر ۲۱ نېټې د خپلو دوسیو د مخته وړلو له پاره په امریکا کې پاتې شي.
د دوشنبې ورځې یوې پرېکړې کې، محکمې د ابتدائیه محکمې له حکم سره موافقه وکړه، چې د کډوالو د حقونو ډله «کاسا» د حکومت د لنډمهاله خوندیتوب د لغوې له پاره د منلو وړ دوسیه لري.
په همدې حال کې د استیناف محکمې زیاته کړې، که څه هم دغه قضیه په محاکمو کې روانه ده؛ خو د حکومت له لوري د لنډمهاله خوندیتوب د تدریجې لېرې کولو پرېکړې ځنډولو له پاره کافي شواهد نه شته. د امریکا د کورني امنیت وزارت چې د لنډمهالي خوندیتوب پر وضعیت څار کوي، په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.