امریکا د مادورو د نیولو جایزه ۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړه کړه
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۷مه) اعلان وکړ ، چې هغه استخباراتي جایزه چې د وینزویلا د مستبد رهبر، نیکلاس مادورو د نیول کیدو له پاره ټاکل سوې وه، اوس ۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړه سوې ده؛ داسې یوه ستره جایزه چې «تاریخی» بلل سوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو لوی څارنوال، پم باندی، په یوې ویډیویی اعلامیې کې وویل:
«مادورو له بهرنیو ترهگریزو سازمانونو لکه ترین دِ آراگوا (Tren de Aragua)، کارتل سینالوآ ا و لمرونو له کارتل (Cartel de los Soles) څخه استفاده کوي، ترڅو زموږ هیواد ته مرگونی خشونت راوړي.»
د امریکا متحده ایالاتو د لوی څارنوال، پم باندی په خبره، تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې (DEA) د مادورو او د هغه د ملگرو له حلقې څه د پاسه ۳۰ ټُنه کوکائین نیولي چی له هغو څخه ۷ ټُنه یې په مستقیم ډول شخصاً په مادورو پورې اړه لري. دغه مخدره مواد په وینزویلا او مکسیکو کې د فعالو مخدره موادو د قاچاق ډلو له پاره یوه د عاید له اصلي سرچینو څخه بلل کیږي.
اړوند:امریکا د مادورو پرسر ۱۵ ميلیونه ډالره جایزه وټاکله
هغه زیاتوي: «مادورو په نړۍ کې د مخدره موادو یو له سترو قاچاقچیانو څخه دی او زموږ د ملي امنیت له پاره یو گواښ بلل کیږي. په همدې دلیل، د هغه د نیول کیدو جایزه مو ۵۰ میلیونه ډالرو ته پورته کړه.»
د امریکايی چارواکو په خبره، د مادورو حکومت، وینزویلا د مخدره موادو (narco-state) په یوه دولت اړولی دی او له کولمبیایی چریکي ډلو سره گډ کار کوي، ترڅو د لمرونو د کارتلونو یا د مخدره موادو د قاچاق د ډلو له لارې مخدره مواد اروپا او امریکا ته قاچاق کړي. ویل کیږي چې ددغه کارتل غړي د وینزویلا له سیاسي او لوړپوړو چارواکو څخه جوړ دي.
مادورو په ۲۰۲۰ م کال کې د نیویارک د فدرالي محکمې له خوا د مخدره موادو، د ترهگرۍ ، کوکائینو د وارداتو او درنو او ویجاړونکو وسلو د ساتلو له امله تر تعقیب لاندي راغی.
د ۲۰۲۵ م کال په جنورۍ کې، د امریکا متحده ایالاتو د هغه د نیولو جایزه ۲۵ میلیونو ډالرو ته لوړه کړې وه، هغه هم د مادورو د ولسمشرۍ د دریمې دورې له پیل کیدو سره سم ؛ داسي انتخابات چی د نړۍ ډیریو هیوادونو او داخلي مخالفینو هغه تقلبي وبلل.
د امریکا متحده ایالات له ۲۰۱۹ م کال څخه تر نن پورې مادورو د وینزویلا د قانوني ولسمشر په توگه په رسمیت نه پیژني.