امریکا: په ډزو کې یو تن وژل شوی او۱۱ نور ټپیان دي
۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو په میناپولیس ښار کې ځايي پولیسو ویلي چې د ډزو په یوه پیښه کې یو تن وژل شوی دی او ۱۱ تنه نور په ډزو ټپیان شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې په ناتائید شوو انځورونه کې لیدلی کیږي چې د یوې هټۍ د مخې برخه او یوه کړکۍ په مرمیو سورۍ شوې ده. دغه ویډیو چې ډیره لاس په لاس شوې، همدا راز د ګڼو کسانو را ټولیدل ښيي چې پکې یو شمیر یې د ډزو پر قربانیانو ورتاو دي.
په دغه ویډیو کې د پولیسو افسران هم د پیښې په سیمه کې لیدل کیږي او هرې خوا ته د ښیښو ټوټې هم پرتې دي. په یوه بله ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د دوکان مخې ته په پیاده رو باندې تویې شوې وینې هم لیدل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې سیمې چاروکو له خلکو غوښتنه کړې چې یادې سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي. تر اوسه پورې د پولیسو چارواکو د دې پیښې د دلیل او هدف په هکله څه نه دي ویلي.
څو اونۍ وړاندې د امریکا په همدې میناپولیس ښار کې د جورج فلوید په نامه یوه تورپوستي امریکايي د پولیسو په شتون کې هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې یوه پولیس افسر د فلوید په غاړه خپل زنګون ایښی وو او هغه د سا بندیدو شکایت کاوه. تر دغې پیښې وروسته نه یوازې په امریکا متحده ایالاتو، بلکې د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د تور پوستو په ملاتړ لاریونونه وشول.