امریکا د ایران د سپاه پاسداران پر"خطرناک" مانور نیوکه کړې
۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبهد امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ د چهارشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۵ نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ایران د سپاه پاسداران کوچنیو کښتیو په فارس خلیج کې امریکایې بیړیو او د ساحلي ګارد کښتیو ته نږدې «خطرناک او پاورونکي» مانورونه ترسره کړي دي.
په دې بیانیه کې راغلي دي چې د اپریل په ۱۵ نیټه د ایران د سپاه پاسداران ۱۱ کوچنۍ کښتۍ، څو ځله د یو اس اس لوئيس بي، پولر، پاول، همیلتون، فایربولت، سیروکو، رنګل او مائوئي بیړیو ته نزدې شوي دي.
د امریکا سمندري ځواکونو ویلي دي چې دغه کښتۍ له څو آپاچي ډوله چورلکو سره یوځای د فارس خلیج په بین المللي اوبو کې د مانورو د ترسره کولو په حال کې وې.
په بیانیه کې زیاته شوې: «د سپاه کښتۍ څو واره په ډیر نږدې واټن او ډیر سرعت سره د امریکایي بیړیو د مخې او شا له خوا تیري شولې. دغه کښتۍ څو واره د پولر پيړۍ شاوخوا ۴۵ مترۍ او د مائوئې بیړۍ شاوخوا ۱۰ مترۍ ته نږدې شوي دي.»
په اعلامیه کې راغلي دي چې امریکایي بیړیو څو واره د مخابراتي ارتباطاتو او خطر زنګونو په غږولو سره ایراني کښتیو ته خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو په حواله ایراني کښتیو نږدې یو ساعت وروسته د دوی مخابراتي اړیکې ته ځواب ورکړی دی.
سپاه ته نږدې انټرنټ پاڼه: سنتکام ته قاطع پيغام
د رویټرز خبري آژانس په حواله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو له فاکس نیوز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا پيښه له پينټاګون سره هم مطرح شوې ده وویل: »موږ د یوه ټیم په توګه یو له بل سره خبرې وکړې او د رامنځته شوې پيښې په هکله د خپلې نارضایتۍ په څرګندولو سره په تر ټولو ښه شکل د ځواب ورکولو د څرنګوالي د ارزیابي په حال کې یوو.«
د مشرق انټرنټ پاڼه چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې ده د چهارشنبې په ورځ امریکایي بیړیو ته د سپاه پاسداران د کښتیو نږدې کیدل تائید کړي او هغه یې «په فارس خلیج کې د سنتکام تروریستانو ته د سپاه پاسداران یو قاطع پيغام» وباله.
مشرق لیکلي دي: «د سپاه سمندري ځواکونو د چهارشنبې ورځې حرکت باید...د سنتکام ترهګرو او قومانداناتو ته یو حداقل خو روښانه پيغام وبلل شي. دا د ایران د سمندري ځواکونو او امریکایي تروریستانو په مشخص ډول د امریکا متحده ایالاتو په حضور سره د مخامخ کیدنې د نوي پړاو پيلیدل دي او کیدای شي مختلف سیمه ایز دلایل ولري.«
په فارس خلیج کې د کړکیچ سابقه
مخکې تر دې هم په فارس خلیج کې د ایران او امریکا کښتۍ یو له بل سره مخامخ شوي دي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې امریکایي بیړیو څو واره د ایراني کښتیو د لیري کولو له پاره اخطاري (د خبرداری ورکونکي) ډزې کړي دي.
ایران تر اوسه پورې په فارس خلیج کې د مخامخ کیدنې په اړه توضیحات نه دي ورکړي او د دې بیانیې په اړه یې غبرګون نه دی ښکاره کړی.
د امریکا پنځمې بیړۍ خبرداری ورکړی دی چې د سپاه پاسداران دغه «خطرناک او پارونکي» اقدام د تیروتنې د محاسبې او تصادف خطر په اوبو کې لوړ کړی دی. زیاته شوې ده چې دا کار د سمندري تصادفونو د مخنیوي له پاره د نړیوالو قوانینو له کنوانسیون او پیژندل شویو بین المللي قوانینو سره په ټکر کې دی.
له امریکایي بیړیو سره د ایران د سپاه پاسداران کښتیو مخامخیدنه په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د سه شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۴ نیټه) په کیمیاوي موادو بار د یوه هانګ کانګي شرکت ټانکري بیړۍ د اماراتو په فجیره بندر کې د وسله والو کسانو تر برید لاندې ونیول شوه او د ایران د اوبو پر لور یووړل شوه.
دا ټانکر یو ساعت وروسته بیرته آزاد کړای شو. ایراني چارواکو په موقت ډول د دغې کښتۍ د درول کیدو په اړه له خپل نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.
دویچه ویله فارسي: ش.ن/ ن.ز
له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: