د افغانستان او پاکستان له پاره د نوی استازی
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۴, شنبه
ښاغلي جیمز دوبینز تر دې مخکې هم د امریکا متحده ایالاتو په ډیرو مهمو دیپلوماتیکو پوستونو کې دنده ترسره کړې ده. هغه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته لومړی امریکايي دیپلومات وو چې په کابل کې یې د امریکا پر سفارت باندې خپل بیرغ پورته کړ.
د افغانستان او پاکستان له پاره د ځانګړي استازي پوست له تیرې دسمبر میاشتې راهیسې خالي پاتې شوی وو. په دې میاشت کې د هغه وخت ځانګړي استازيا مارک ګروسمن له دې دندې څخه استعفأ وکړه. ګروسمن په ۲۰۱۰ کال کې د هالبروک تر مړینې وروسته په دغې دندې ګومارل شوی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا د افغانستان او پاکستان له پاره یوه ډیره مهمه دوره ده. په دواړه هیوادونو کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونه د رامنځ ته کیدو په حال کې دي چې یو له بل سره تړلي دي. دواړه هیوادونه د ټاکنو په لور روان دي چې په ترڅ کې به یې په دموکراتیک ډول د قدرت تاریخي انتقال رامنځ ته شي.»
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هغه غوښتل د دغې دندې له پاره یو مناسب کس پیدا کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوبینز به د دیپلوماتیکو هڅو له لارې د نښتو له پاره سوله ییزې حل لارې ومومي.
دوبینز د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج بوش، په دوره کې د افغانستان له پاره د دې هیواد ځانګړی استازی وو. دې دیپلومات همداراز د بن د کنفرانس په جوړولو کې هم ډیره ونډه لرله چې په ترڅ کې د افغانستان موقت حکومت رامنځ ته شو.
دوبینز تر دې مخکې په بوزنیا او هایتي هیوادونو کې هم کار کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلي دي چې دوبلینز د امریکا له سابقه لرونکو دیپلوماتانو څخه یو دی.
کیري د جمعې په ورځ افغان ولسمشر حامد کري او پاکستاني چارواکو ته تلیفون وکړ او ورته یې د دوبلینز د تقرر خبر ورکړ. خو دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه دیپلومات به کله خپله دنده په رسمي ډول پیل کړی.