امریکا: تن په تن انتخاباتي مبارزه روانه ده
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبهاعلان
تر اوسه پوري دا واضح نده، چي کوم حزب به اکثریت تر لاسه کړي، یعني په واشنگټن کي د کانگرس په دواړو مجلسونو کي د څوکیو اکثریت. تر اوسه پوري د رایو د حسابولو مطابق د امریکا په ټولو ایالتونو کي د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو د کاندیدانو ترمنځ نیږدې مبارزه روانه ده.
خو که جمهوري غوښتونکي د کانگرس په دواړو مجلسونو کي اکثریت په لاس راوړي، د امریکا متحده ایالاتو د اوسني جمهور رییس جوبایدن د پاره به په اینده کي سخته وي، چي حکومت وکړي.