شخړيشمالی امریکا
امریکا او مکسیکو د مهاجرو پرسر موافقه وکړه
۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبهاعلان
لکه څنګه چي د دواړو هیوادونو حکومتونو په واشنګټن او مکسیکو سیټي کي خبر ورکړ، د امریکا د مهاجرینو اداره کولای سي، په راتلونکي کي د وینزویلا څخه راغلي غیر قانوني مهاجرین مکسیکو ته اخراج کړي.
په عین حال کي بیا د امریکا متحده ایالات غواړي تر خاصو شرایطو لاندي تر ۲۴۰۰۰ پوري وینزویلايي مهاجرو ته د راتګ قانوني امکانات برابر کړي، چي لا تر اوسه پوري په مکسیکو کي ندي.
د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت د وزارت په حواله د دغه هیواد په جنوبي سرحد کي د وینزویلايي مهاجرو تعداد د پروسږ کال په مقایسه څلور چنده ډیر سوی دی.