امریکايي ډالر چیري او څنگه چاپیږي؟
«د حکاکي او چاپ اداره» د هغي مؤسسې رسمي نوم دی چي په واشنگټن کي د دغه هیواد رسمي پیسې، یعني ډالر بانکنوټونه چاپوي. د عکسونو په دغه البوم کي به د نوموړي مؤسسې او د ډالر چاپولو له بهیر سره آشنا سوو.
«د پیسو جوړولو فابریکه»
«د حکاکي او چاپ اداره« (BEP) په امریکا متحده ایالاتو کي د پیسو د تولید تر ټولو لویه فابریکه ده. د دغي ادارې ودانۍ د نوي کلاسیک په بڼه چي د آهک له ډبرو جوړه او سترې پايي لري، یوې ټينګي کلا ته ورته ده.
ډالري ساعت
ټوله ودانۍ د هغه محصول یادونه کوي چي پکښي تولیدیږي. حتی د هغه لوی ساعت د اعدادو پر ځای چي پر یوه دیوال ځوړند سوي هم د ډالرو نوټونه نښلول سوي دي.
تر ټولو دمخه امنیت
د دغي ادارې د کارکوونکو امنیت ځانگړی اهمیت لري. سړی کولای سي د هغې هره دستگاه، د سنسورونو او یا هم یوې سرې توکمې په مرسته له کاره واچوي.
استولو ته آماده
دستگاه نوټونه شمېري او تنظیموي. وروسته د سلو نوټونو ۱۰ بستې د پلاستیک په مرسته بسته بندي کیږي. یو کارگر پلاستیکي بستې یو پربل اوډي او بلاخره ټوله په یوې کراچۍ کي اچوي. دغه بانکنوټونه تر هغه پوري چي مرکزي بانک ته نه وي تحویل سوي او د هغوی د سریال شمیره پولي سیستم ته نه وي داخله سوې، هیڅ ډول ارزښت نه لري.
له کنایو ډک طنزونه
دلته هم طنز او شوخي ده او هم د وطن پرستۍ سمبولونه، د هغې له ډلي څخه د امریکا بیرغ چي په هرځای کي په بیلابیلو ډولونو لیدل کیږي.
دلته چاپیږي
د اومو بانکنوټو کاغذونه د چاپ په ماشین کي ایښودل کیږي. کله چي د چاپولو کار پیلیږي، نو زړه بوږنوونکی ږغ ټوله فضا ډکوي.
د جعلي پنځوسي پرځای، واقعی شلگون
د ډالرو په چاپخانه کي۲۰ ډالري لوټ چاپیږي. د کاغد له هري پاڼي څخه ۳۲ شل ډالري بانکنوټونه تولیدیږي. په دې ډول له بانکنوټونو له هر ۱۰ زرو پاڼو څخه، ۶ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالر تولیدیږي.
د بانکنوټونو د تولید د لومړنۍ څانگي مسؤل
د امریکا متحده ایالاتو »د حکاکي او چاپ اداره« په مجموع کي د بانکنوټونو په مخ او شا کي له درو رنگونو څخه کاراخلي. د بانکنوټونو د تولید د لومړنۍ څانگي مسؤل، جیمز ساثرلند دی. په دغه څانگه کي، د بانکنوټونو شا او مخ په آفست ډول رنگیږي.
هرڅه زرغونیږي
زرغون رنگ یو له مهمو او په عین حال کي د ډالر د بانکنوټونو یوه تر ټولو پخوانیو امنیتي ځانگړتیاووڅخه شمیرل کیږي. د دغه رنگ د جوړیدو طرز پټ او په انحصاري ډول ثبت سوی دی. ادمجیا د دغه رنگ په جوړولو پوهیږي. هغه د نقشونو مسؤل دی. هغه دستگاه چي ادمجیا ورباندي کارکوي، په ساعت کي د بانکنوټونو د ستر کاغذ پر لسو زرو پاڼو باندي کاري ظرفیت لري.
د مرمۍ ضد ښیښو له شا څخه ننداره
هرکال شاوخوا یو میلیون مینه وال، په کنترول سوي ډول د ډالرو د بانکنوټونو د تولید له بهیر څخه لیدنه کوي. د جزیاتو تشخیص، د مثال په ډول د بانکنوټونو د امنیتي نخ یا هولوگرام د زیاتولو بهیر، د هغو ننداره کوونکو له پاره چي د مرمۍ ضد ښیښو ترشا ناست دي، تقریباً ناممکن ښکاري.
په تجرۍ کي د هغو وچول
بانکنوټونه د درو ورځو له پاره په یوه تړلي او تر څارني لاندي اطاق کي ایښودل کیږي تر څو وچ سي. هره ورځ په مجموع کي د ۵۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بانکنوټونه تولیدیږي. د هر بانکنوټ د کاغذ او تولید لگښت ۳،۶ سينټه ده.
په آرامۍ سره د کیفیت کنترول
ځانگړې دستگاه په یوې بادپکې سره د بانکنوټونو لوی کاغذونه تنظیموي. بانکنوټونو ته د سریال شمیرې وراضافه کیږي، پر هغوی باندي مُهرونه لگول کیږي او ستر کاغذونه په آخره کي ټوټه ټوټه کیږي. د کنترول د څانگي کارکوونکي، د بانکنوټونو د چاپ کیفیت او تولید په منظم ډول ترڅارني لاندي لري.
دوه کسیز کنترول
په امنیتي څانگه کي هیڅ څوک اجازه نه لري یوازي کار وکړي. هغه تابلو چي په دغه څانگه کي ځړول سوې پر دې ټینگار کوي چي په دغه څانگه کي باید تل دوه کسه په عین وخت کي کار وکړي. علاوه پر دې د دغي چاپخانې د کارکوونکو عاید په اوسط ډول په کال کي ۹۳ زره ډالر دی. دا په امریکا کي د متوسط عاید تقریباً دوه برابره دی.
وروستۍ شمېره
نړیوالو اسعارو ته تر اړولو مخکي وروستی پړاو. هر بانکنوټ په فرد پوري منحصر د سریال یوه شمیره لري. د بانکنوټونو د شمیرې وهلو دستگاه په لاس تنظیمیږي.