امريکا: ځواکونه مو له طالبانو سره د موافقې مطابق راکم کړي
۱۳۹۹ خرداد ۳۰, جمعهد فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د امریکايي ځواکونو اعلی قوماندان کنت میک کینزي د پنجشنې په ورځ ويلي دي چي په افغانستان کي يې د ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړل سوی دی. نوموړي جنرال د اسپن انستیتوت د یوې آنلایني غونډي له لاري وویل چي په دې ډول امریکا متحده ایالاتو په موافقې کي خپله ونډه ادا کړه.
د دغي هوکړي له مخي باید امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کي د خپلو سرتیرو شمیر د جولای مياشتي تر نیمايي پوري له ۱۲۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړی وای. په تفاهم کي دا هم راغلي ول چي خارجي ځواکونه دي د ۲۰۲۱م کال تر نیمایي پوري په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووزی.
میک کینزي دا هم زیاته کړه چي د ځواکونو بشپړ وتل له شرایطو سره تړلي دی. دا په دې پوري اړه لري چي په راتلونکي کي پر امریکا متحده ایالاتو باندي د افغانستان له خوا نور هیڅ ډول بریدونه تر سره نه سي.
په فبروري مياشت کي په دوحه کي لاسلیک سوي تړون له مخي، طالبان باید دا ژمنه وکړي چي هغوی باید د القاعدې او داعش ډلي پر ضد مبارزه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ دغه تړون باید د افغان حکومت او یاغیانو تر منځ خبرو اترو ته لار خلاصه کړي.
د دغه تړون له لاسلیک راهیسي طالبانو په ټول هیواد کي پر ملکي هدفونو باندي له غټو بریدونو څخه ډډه کړې. خو جنګیالیو يې د افغان ځواکونو پر وړاندي په منظم ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. ولسمشر محمد اشرف غني بیا اعلان کړی دی چي له امریکا متحده ایالاتو سره به د بندیانو تبادله د پلان له مخي تر پایه پوري عملي کړي. دا کار د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د مستقیمو خبرو اترو د پیل کیدو اساسي شرط وو.