په تګزاس کي د سيلاب د قربانيانو شمېر ۸۰ کسانو ته رسېدلی
۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبهد امريکا متحده ايالاتو د تګزاس ايالت والي ګرګ ابوت، ويلي دي چي ۴۱ کسان لا تر اوسه پوري ورک دي او د هغوی د پيدا کولو لټون روان دی. د يوه دوبني کمپ لس نجوني لا تر اوسه پوري ورکي دي.
د «کر» ښار په اطرافو کي په لسونو جسدونه موندل سوي دي او چارواکي وايي چي کيدای سي د قربانيانو شمېر نور هم زيات سي. د يکشنبې په ورځ د ۱۷ هليکوپترو او مرستندويانو په مرسته په ژوندي پاته سويو او قربانيانو پسې لټون روان وو.
ځايي اوسېدونکي هم په ربړي کښتيو سره په اوبو کي په قربانيانو پسې لټون کوي. د رضاکارانو د ډلي يوه کس ويلي دي چي د دوبني کمپ د ورکو سويو نجونو څخه يې د يوې جسد پر يوې وني باندي موندلی دی. هغه وويل: «موږ غواړو له کورنيو سره مرسته وکړو».
د جمعې په ورځ تر سختو بارانونو وروسته د ګوادالوپه رود سطح په ۴۵ دقيقو کي ۸ متره لوړه سوه. دغه سيلاب د امريکا د استقلال په ورځ تر سختو اورښتونو وروسته چي په پر هر متر مربع يې حجم ۳۰۰ ليټره وو، راغلی.
د تګزاس په مرکز او لوېديځ کي چي په «د ناببره سيلاب دهليز» باندي پيژندل کيږي، سيلاب غير معلول نه دی، ځکه چي د سيمي منطقه د بارانونو اوبه نسي جذبولای.
ترمپ د بايدن حکومت پړ وګاڼه
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي دغه ناببره سيلاب او پايلي يې «د پېړۍ بې ساري ناورين» دی چې هيچا يې تمه نه لرله. هغه د بايدن په مشرتوب مخکنی حکومت د بحران په مديريت کي د ناکامۍ مسئول وګاڼه.
کله چي له هغه څخه وپوښتل سول چي ولي د سيمي خلکو او په سونو سيلانيانو ته چي د رود ترڅنګ يې کمپونه ول، د مخکي تر مخکي تخليه کولو خبرداری نه وو ورکړل سوی، ترمپ د هوا پيژندني سازمان ته په اشارې سره وويل چي «دا زموږ سازمان نه دی.»
له هغه وخت راهيسي چي ترمپ دوهم واري د امريکا ولسمشر سوی دی، د هوا پيژندې ملي سرويس او د هوا او فضا ملي ادارې بودجه ډېره لږ سوې او ډېر دانشمندان اخراج سوي دي.
د ترمپ پر دغه اقدام ډېري نيوکي سوي دي. خو ترمپ د يکشنې په ورځ وويل چي اخراج سوي هواپيژندونکي به بيرته استخدام نه کړي. هغه زياته کړه: «موږ کولای سو چي وروسته بيا د بېړنيو حالت مديريت آژانس د انحلال په اړه خبري وکړو.»
ترمپ تر دې مخکي له فدرالي بودجې څخه په تګزاس ايالت کي دغه ناورين ته د رسېدګۍ له پاره پيسې اختصاص کړي وې. هغه دغه راز اعلان وکړ چي احتمالاً به د جمعې په ورځ زيانمنو سويو سيمو ته سفر وکړي.