امريکا: د کریسمس پر پرېټ موټري حملې مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ آذر ۱, دوشنبهد عيني شاهدانو او ځايي پولیسو په خبره، یوه سور رنګه موټر د يکشنبې ورځې په ځايي وخت مازدیګر، د ويسکانسین ایالت په واکشا ښار کې پر هغو خلکو باندې ورغی او هغوی يې لاندې کړل چې د کریسمس جشن د رانژدې کيدو په مناسبت له سړک سره نژدې پرېټ کې راغونډ شوي ول.
ځايي پولیسو ويلي دي چې په پيښه کې تر شلو ډېر کسان ټپیان شوي دي او «څو کسان وژل شوي دي.»
زياته شوې ده چې په ټپي شوو کسانو کې ماشومان هم دي. د واکشا کوچنی ښار چې د میلواکي په څنډه کې پروت دی، د اطفائيې اداراې يې خبر ورکړی چې ۱۱ غټان او ۱۲ ماشومان روغتون ته انتقال شوي دي.
د دغي پيښې انګيزه او دغه خبره چې آیا موټر چلوونکي به پر خلکو باندې موټر عمداً وروستلی وي يا نه، تر اوسه په دقیقه او روښانه توګه معلومه نه ده.
خو د سيمې د پولیسو مشر، دان ټامپسن په يوه خبري کنفرانس کې ويلي دي چې د تورن کس موټر يې موندلی او چلوونکی يې هم پيژندلی دی. هغه په عین حال کې ډاډ ورکړ چې بل ګواښ نشته.
زياته شوې ده چې د رژې په مراسمو کې ګڼ شمیر کورنۍ د خپلو ماشومانو سره ګډون کړی وو.
له مختلفو زاویو څخه د پيښې اخیستل شوې ويډيوګانې پر ټولنیزو رسنيو خپرې شوې دي چې په هغو کې بدې او زړه بوږنونکې صحنې لیدل کيږي. په دغو ويډيو ګانو کې ښکاري چې د لوړې شاسۍ درلودونکی يو موټر په ابتدا کې په تيز سرعت د خلکو له څنګه چې د رژې مراسمو ته راټول شوي تيریږي او بیا يې د خلکو پر لور بیايي.
موټر په نهایت کې د سړک له يوه مانع سره مخ کيږي هغه ماتوي او بیا په چټکۍ تيښته کوي. په ويډيوګانو کې خلک د منډو او چغو په حال کې ليدل کيږي.
په ۲۰۱۶م کال کې د برلين د کریسمس پر بازاز هم د یوې لارۍ موټر حمله شوې وه چې مرګ ژوبله يې اړولې وه او پراخ غبرګونونه يې له ځانه سره درلودل.