امريکا د پاکستان پوځ ته روزنيز پروګرام بيرته تمديد کړ
۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبهامريکايي لوړ پوړي ديپلوماتې، ايلس ويلز، ويلي دي چې امريکا دغه پريکړه د دواړو هيوادونو د لومړيتوبونو او د امريکا د ملي امنيت له پاره کړې ده.
ويلز نن شنبه (د جنوري ۴مه) وويل چې د امريکا متحده ايالاتو ولسشمر دونالد ترمپ د پاکستان پوځ له پاره د امريکا په تعليمي او روزنيزو پروګرامونو کې د ګډون کولو د تمديد منظوري ورکړه.
ايلس ویلز چې د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د سويلي آسيا د چارو کارپوهه ده، په خپل يو ټويټري پيغام کې دا هم ليکلي دي چې « د پاکستان له پاره ټولې امنيتي مرستې به د تعليق په حال کې وي.»
هغې دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې له دې يوه ورځ مخکې د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپئو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره پر ټيلفون خبرې کړې وې.
دغه ټيلفوني خبرې په عراق کې د ايران د لوړپوړي پوځي جنرال قاسم سلیماني تر وژل کيدو وروسته شوی دي.
د يادولو ده چې امريکا متحده ايالاتو له تير يوه کال راهيسې پاکستان سره «د نړيوالو پوځي او روزنيزو زده کړو پروګرام» (IMET) ځنډولی وو.