امريکا د خپلو اټومي وسلو شمېر په ډاګه کړی دی
۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبهامريکا متحده ایالاتو په تېرو څلورو کلونو کې په لومړي ځل د خپلو اټومي سرګلولو د شمير په اړه معلومات ورکړل. د بهرنیو چارو وزارت په حواله د امريکا حکومت د تېر کال د سپتمبر پر ۳۰مه نيټه ۳۷۵۰ فعالې او غير فعالې اټومي سرګلولې لرلې چې شمير یې د ۲۰۱۷م کال په پرتله يو څه لږ شوی دی.
د امريکا د اټومي وسلو اوسنی شمير تر هغه لږ دی چې دغه هيواد له روسیې سره په ۱۹۶۷م کال کې د سړې جګړې د اوج پر وخت لرلې. هغه وخت امريکا ۳۱ زره او ۲۲۵ اټومي سرګلولې درلودلې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا پر ذکر شوي شمير سربیره نورې کابو ۲۰۰۰ له کاره لوېدلې سرګلولې هم شته چې بايد له منځه يوړل شي. امريکا متحده ایالاتو په دې وروستيو کې د ۲۰۱۷م کال شمیرې خپرې کړې وې. وروسته بيا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د نورو معلوماتو افشا کول منع کړل.
اوس دا معلوماتو په داسې حال کې خپريږي چې ولسمشر جو بايدن هڅه کوي چې د خپل سلف د دورې پر وخت له روسیې سره د اټومي وسلې د کنترول د ځنډ ښکار شوي مذاکرات بیرته پېل کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي: «د اټومي وسلو د زيرمو په اړه د شفافيت کچې لوړېدل د بې وسلو کولو د هڅو او د اټومي وسلې د خپريدو د مخنيوي له پاره ډېر مهم دي.»
د «نوي پېل» تړون غځول
د بايدن د سلف يعني ترمپ په دوره کې امريکا له روسیې سره خپل د بې وسلې کولو هوکړې په ټولیزه توګه راکمې کړې وې. دغه هيواد د منځني واټن د اټومي بې وسلې کولو د «آی ان اف» تړون څخه هم ووت. همدا راز امريکا متحده ايالات د هوا له لارې د وسلو د کنترول د «اوپن سکای» په نوم تړون هم لغوه کړ.
همدا راز د «نوي پېل» تړون د پراخيدو په مذاکراتو کې ترمپ په دې هوکړه کې د چين په را شاملولو هم ونه توانيد.
روسیې او امريکا ياد تړون واک ته د بايدن تر رسېدو لږ وروسته وغځاوه که نو هغه به د جنورۍ پر ۵ نېټه لغوه شوی وای. د دې تړون له لاسليک کولو سره واشنګټن او مسکو مکلف دي هر یو یې خپل د اټومي سرګلولو شمير۱۵۵۰ ته راکښته کړي.
تېره اونۍ امريکايي او روسي ديپلوماتانو په ژنيو کې د بندو دروازو تر شا سره وکتل څو د «نوي پېل» تړون او همدا راز د دودیزو وسلو د کنترول د تړون په اړه خبرې اترې وکړي. دواړو خواو د خبرو اترو ترسره کيدل يو مثبت ګام وباله.
ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, ap)
زموږ له آرشيف څخه: