پمپئو: د عربستان د تيلو پر تاسيساتو حملې ايران کړي دي
۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبهد سعودي عربستان د خامو تيلو د تولید لوېې دستګاوې بقیق، په شديده توګه زيانمنې شوې دي.
خبري آژانسونو د دغو تاسيساتو څخه د سترو اورلګيدونو رپوټونه خپاره کړي. ويل کيږي چې د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو راوروسته د سعودي عربستان د تيلو توليد په ورځ کې له پنځه ميليونه بوشکو څخه ډير، راښکته شوی دی.
د آلمان د خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د سپتمبر ۱۵مه) د رپوټ په حواله، د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو باندې شوو هوايي حملو، د ايران او متحده ايالاتو تر منځ ترنګلتياو ته لمن وهلې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په يوه ټويټري پيغام کې په مستقيمه توګه ايران د دغو حملو مسئول ګڼلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دغو حملو مسئوليت حوثي ياغيانو په رسمي توګه پر غاړه اخستلی دی.
بې پيلوټه الوتکو د سعودي عربستان په آرامکو کې د دغه هيواد ملي شرکت پورې اړوند د تيلو پر دوو تاسيساتو باندې حملې وکړې.
پمپئو يې په اړه په خپل ټويټري پيغام کلې ليکلي دي: «په داسې حال کې چې خبرې د ترينګلتياو د کمولو کيږي، ايران په ېوې بې سارې حملې سره د نړۍ د تامين انرژي په نښه کړې ده. داسې هيڅ اسناد او مدارک په لاس کې نشته چې پر دې دلالت وکړي چې دغه حملې له يمن څخه ترسره شوي وي.»
په يمن کې حوثي ياغيان چې د ايران له ملاتړ څخه برخمن دي، اعلان کړی وو چې دغه حملې دوی د بې پيلوټه الوتکو پر مټ کړي دي. حوثي ياغيانو دا پر سعودي عربستان خپلې تر ټولو لوېې حملې ګنلې دي. حوثي ياغيانو دغه حملې په يمن کې د سعودي عربستان د پوځي ماموريت پر وړاندې د «مشروع غبرګون» په نوم اعلان کړي دي.
د حوثيانو يوه پوځي وياند د دغه اعلان ترڅنګ خبرداری ورکړی چې: «موږ د سعودي عربستان رژيم سره ژمنه کوو چې زموږ راتلونکې حمله به تر دې لويه او لا دردونکې وي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو د نړۍ له ټولو هيوادونو څخه غوښتي دي چې دغه حملې محکومې کړي.
هغه ويلي چې دوي د سعودي عربستان د نړۍ د تيلو د تامين څخه دفاع کوي او ګواښ يې کړی چې د ايران دغه حملې به له غبرګونه پرته پاتې نه شي.
سپينې ماڼۍ ويلي دي چې د بې پيلوټه الوتکو تر حملو وروسته، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان سره ټيلفوني خبرې کړي او هغه ته يې له سعودي عربستان څخه د متحده ايالاتو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د عربستان د تيلو ملي شرکت آرامکو د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) دغه شرکت ته د رسيدلو زيانونو په اړه کره ارقام خپاره کړي دي.
د خبري آژانسونو د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، د بې پيلوټه الوتکو د شنبې ورځې تر حملو وروسته، د سعودي عربستان د خامو تيلو د توليد کچه په ورځ کې څه باندې ۵ ميليون او ۷۰۰ زره بيرله ښکته شوې ده.