افغانستان: د سولې په بهير کې د پرمختګ يوه کوچنۍ نخښه
۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعهدغه ليست د افغانستان د سولې وزارت له خوا اعلان شوی دی چې د پلاوي مشري يې معصوم ستاکزی کوي. ورسره سياستوال، پخواني چارواکي او د مدني ټولنې د استازو په ګډون پنځه ښځې هم شاملې دي.
البته دا خبره معلومه نه ده چې آيا د ولسمشر اشرف غني سياسي سيال، عبدالله عبدالله ټاکل شوی ټيم مني که څنګه. د ديپلوماتانو په اند دغه خبره حياتي ده، ځکه چې د نوموړي ډله د هيواد په شمال او لويديځ کې ډېر ملاتړ لري.
د حکومت له خوا د مرکچيانو تر ټاکلو وروسته ورپسې ګام بايد له طالبانو سره د خبرو پيلول وي. دا د هغې لويې هڅې يوه برخه ده څو د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه او افغانستان ته سوله راوستل شي.
د عبدالله وياند، سره له دې چې په دې اړه ورڅخه پوښتنه وشوه، خو سمدلاسه يې په دې هکله خپل نظر شريک نه کړ.
متحده ايالاتو په فبرورۍ مياشت کې له طالبانو سره د خپلو ځواکونو د رايستلو په هکله يو تړون لاسليک کړ، خو د دغې وسله والې ډلې او افغان حکومت تر منځ مذاکراتو ته د لارې هوارولو لړۍ وځنډول شوه. يو لامل يې د غني او عبدالله تر منځ سياسي لانجه ده چې غني د انتخاباتو کمېسيون له خوا د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی خو عبدالله ئې نه مني.
د پومپيو منځګړيتوب هم ناکامه شوی
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو، په کابل کې د سفر پرمهال په دې ونه توانيد چې د دواړو رقيبانو تر منځ منځګړيتوب او يو «ټول شموله» حکومت جوړ کړي.
خو په ورته وخت کې يې د يو ميليارډ ډالرو مرستو د کمولو خبره وکړه چې د هغه په وينا دغه ګام بېرته اخيستل کېدای هم شي.
افغان حکومت په دې اوونۍ کې اعلان کړی دی چې د مارچ مياشتې په پای کې به د طالب بنديانو آزادول پيل کړي چې دا د خبرو پر وړاندې د خنډ ليرې کولو پر لور يو اقدام دی.
طالبانو تر مخه بې شرط او قيده د ۵۰۰۰ بنديانو آزادي غوښتې وه مخکې له دې چې له حکومت سره خبرې پيل کړي. غني البته په غبرګون کې د ۱۵۰۰ بنديانو د خوشې کولو وړانديز ورته وکړ چې له هغه وروسته يې ويلي دي چې د مارچ مياشتې په پای کې به ۱۰۰ تنه آزاد کړي.
دغه موافقه د طالب او حکومتي چارواکو تر منځ د سکايپ ويډيويي خبرو له لارې شوې وه، ځکه چې د کرونا ويروس د پراخې خپرېدنې له کبله پر سفرونو باندې محدوديتونه وضع شوي دي.