اسرائیلي رسنۍ: نتانیاهو د غزې د تراډې د بشپړ نیولو اراده لري
۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سهشنبهلکه څنگه چې اسرائیلي رسنیو رپوټ ورکړی دی، ددغه هیواد صدراعظم ، بنیامین نتانیاهو د غزې د تراډې د " بشپړ اشغال " په لټه کی دی. ددغو رپوټونو له مخې هغه پلان لري چې د راتلونکو ورځو په دې ترڅ کې د کابینې له غړو او همدارنگه پوځي قوماندانو سره مشورې وکړي او د خپلې پریکړې د عملي کولو له پاره د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
د "وای نت" په نوم خبري سایت د دوشنبه په ورځ ( د اگست ۴مه) ، نتانیاهو ته نیژدې د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله رپوټ ورکړ چې د اسرائیلو صدراعظم ویلي دي چې :» پریکړه سوې ده، موږ په دې لټه کې یو چې د غزې تراډه په بشپړ ډول اشغال کړو.«
له بلې خوا د "کانال ۱۲" ټلویزیوني شبکې او د يروشلم پست رسنۍ هم د دولتي چارواکو د څرگندونو په استناد سره رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیلو کابینه پلان لري چې د سه شنبه په ورځ د اگست ۵ مه ددغه هیواد د پوځي ځواکونو له پاره یوه " تازه سوې ستراتژي" تصویب کړي.
په دغه ستراتیژۍ کې به د نورو ترڅنگ په هغو سیمو کی د عملیاتو ترسره کیدل شامل سي چی د پوځ په باور، احتمال لري د حماس له خوا یرغمل نیول سوي کسان هلته ساتل کیږي.
دغه رپوټونه تر اوسه په رسمي توگه نه دي تأیید سوي.
د فلسطین خودمختارې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د غزې د بشپړ اشغال له پاره د دا ډول پلانونو د پلي کولو د مخنیوي له پاره مداخله وکړي.
د Ynet په رپوټ کې په دې اړه اټکل سوی چې دا پلان ممکن له حماس سره د خبرو اترو په برخه کې د نتانیاهو د تاکتیک یوه برخه وي ترڅو دغه ترهګریز سازمان د اوربند تړون او د پاته یرغمل سویو آزادولو ته مجبور کړي. د اسراییل او حماس ترمنځ خبرې اترې اوس مهال په ټپه ولاړې دي.
اسرائیلي ځواکونه په اوس وخت کې د غزې د تراډې ۷۵ سلنه چی تقریباً ټوله تخریب سوې ده ، تر خپل کنترول لاندي لري. اسرائیلي پوځ اټکل کوي چی یرغمل سوي کسان په داسي سیمو کې ساتل کیږي چی لاهم د حماس تر کنترول لاندي دي او اسرائیلي ځواکونو هلته نفوذ نه دی کړی.