اروپايي کمېسیون غواړي دریم هیواد ته اخراجونه آسانه کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سهشنبهچارواکو د سه شنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۰) په قانون کي د داسي بدلون وړاندیز وکړ چي له مخې یې اروپايي هیوادونه په راتلونکي کي کولای سي پناه غوښتونکي په ډیرې آسانۍ سره داسي یوه هیواد ته واستوي چي مهاجر ورسره هیڅ ډول تړاو هم و نه لري.
د اروپايي ټولنېاروپايي اتحاديه د مهاجرت د اوسنیو مقرراتو له مخي په اصطلاح (دریم ډاډمن هیواد) ته د اخراجونو اجازه سته. خو تر اوسه پورې باید د اروپايي ټولني هیوادونه دا ثابته کړي چي پناه غوښتونکي له نوموړي هیواد سره یو ډول تړاو لري او که نه. دا کیدای سي د مثال په ډول د کورنۍ د غړو او یا هم د هغه پخوانی استوگنځای وي.
د سې شنبې په ورځ د وړاندیزونو له مخي، نوموړی کمېسيون غواړي غړو هیوادونو ته اجازه ورکړي چي ټولو هغو هیوادونو ته دغه مقررات وغځوي چي پناه غوښتونکي ورڅخه تیر سوي وي. له همدې امله که چیرې د دریم هیواد سره د مهاجرینو د منلو له پاره موافقه ترسره سي، د اروپايي ټولني هېوادونه کولای سي دا محدودیت په بشپړه توګه لیرې کړي. د نوموړو وړاندیزونو له مخې، باید دغه قانون پر بې سرپرسته کوچنیانو باندې تطبیق نه سي.
دا چې دغه بدلونونه به څومره پراخ وي، هغه باید انفرادي ملي حکومتونو ته پریښودل سي. سربیره پردې د اروپايي ټولنې کمېسیون د کډوالو له پاره د ساتني د یوه بل میکانیزم د لغوه کولو وړاندیز هم کوي: هغه کسان چې دریم هیواد ته له اخراج سره مخالفت کوي باید نور په اتوماتيک ډول د محکمې تر پریکړې پورې د پاتېدو اجازه و نه لري.
بروکسل په دې وروستیو کي لا وړاندیز کړی وو چي په دریم هیواد کي داخراج د کمپونو جوړولو ته اجازه ورکړل سي. هغهپناه غوښتونکي چي عریضې یې رد سوي دي باید د په اصطلاح بیرته ستنیدو په مرکزونو کي ځای په ځای سي. خو د احصایې له مخې، وضعیت ښه سوی دی: په دې وروستیو کې د هغو کډوالو شمیر چې اروپا ته له قانوني اسنادو پرته داخلیږي، له یو پر دریمې برخې څخه ډیر کم سوی دی.
تېر کال د اروپايي ټولني سرحدي ادارې یافرونټکس له سرحد څخه په غیر قانوني ډول د تیریدو ۲۳۹ زره پیښي ثبت کړې وې چي دغه رقم د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي.