«اروپايي محکمه دي د افغان مهاجرو اخراج وارزوي»
۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبهد آلمان په بادن ويورتمبېرګ ايالت په مان هايم ښار کي د اداري چارو له پاره ځانګړي محکمې له اروپايي محکمې څخه مرسته غوښتې ده. دا په هغه قضيه کي چي له مخي يې د دوو افغان مهاجرو د پناه غوښتنه مطرح ده.
د آلمان يادي محکمې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۹مه) وويل چي د دوو افغان مهاجرو د پناه غوښتنې په تړاو يې له اروپايي محکمې څخه د وضاحت او تشريح مرسته غوښتې ده. د دغې محکمې په وينا په دغه قضيه کي هغه شرايط او اصول مطرح دي چي له مخي يې پناه غوښتونکو ته د اروپايي اتحاديې د قانون په رڼا کي د دويمي درجې قبولي (subsidiärer Schutz) يا د محافظت حق ورکول کيږي. د دغه قبولۍ له کبله د بېلګي په توګه قبولي ترلاسه کوونکي پناه غوښتونکي جنګي سيمو ته نسي اخراج کيدلای.
د دغې محکمې په وينا د دمګړی اصولو له مخي هغو دوو افغانانو ته چي حقوقي دعوی يې کړې ده د پناه غوښتنې ياده درجه قبولي نه سي ورکول کيدلای. په وينا يې دا له دې کبله چي دلته د مړو او ژوبل سوو کسانو هغه شمېر مطرح دی چي د پناه غوښتونکو په اصلي هيواد او سيمي په تړاو منل سوی وي. د محکمې په وينا دغه د مړو او ژوبل سوو عدد د ننګرهار سيمي له پاره نه دی هومره جګ لکه چي د قبولۍ له پاره يې حد ټاکل سوی دی. خو د دغه محکمې قاضيان په ننګرهار کي د ولسي خلکو له پاره د ژوند شته ګواښونه دومره زيات بولي چي د منلو وړ نه دي. دغو قاضيانو په دې تړاو په ياد ولايت کي د شړل سوو انسانانو زيات شمېر او د نه اټکل کېدونکو جګړيزو حالاتو رامنځ ته کېدلو ته هم اشاره کړې ده.
یاد محکمې له اروپايي محکمې څخه غوښتي چي د اروپايي اتحاديې په اړونده قانون کي د قبولۍ له پاره و ولسي وګړو ته د «مطرح ګواښ» تشريح او تفسير کړي. تر څو چي د اروپا محکمه پر دغه قضيه خپله فيصله کوي نو دوه افغان پناه غوښتونکي چي حقوقي دعوی يې کړې ده، له آلمان څخه نه سي اخراج کيدلای.
آژانسونه/ا.و.ا./ب.ص.