اتریش لس کاله مخکې د مهاجرو د تراژیدۍ یادونه کوي
۱۴۰۴ شهریور ۴, سهشنبهپه اتریش کې د لسم ځل له پاره په پارندورف کې د مهاجرو د تراژیدۍ یادونه کیږي. په دغه پیښه کې چې د مهاجرو له څپې سره مل وه، له سوریې، افغانستان، عراق او ایران څخه راغلي ۷۱ مهاجرو د یوه یخچالي موټر د باروړلو په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ددغې پیښې د یادون په مناسبت د اتریش د بورگن لنډ له اغیزمن ایالت څخه انتقادي غږونه راپورته کیږي.
د ۲۰۱۵ م کال په مني کې د بالکان پر لار په زرو مهاجر هره ورځ د اتریش له سرحد څخه تیریدل، ترڅو ځانونه آلمان ته ورسوي. د اتریش له سوسیال ډیموکراټ گوند SPÖ څخه د بورگن لنډ والي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۵ مه) انتقاد وکړ چې له هغه وخت راهیسې په سیاسي ډگر کې ډیر لږ څه ترسره سوي دي. نوموړي د ډله ايز مهاجرت پر وخت، له هنگري سره په سرحد کې د ایالتي پولیسو د رئیس په توگه دنده ترسره کوله.
هغه له اتریش او اروپا څخه غواړي چې «بلاخره باید له ۲۰۱۵ م کال څخه پند واخلو او یوه دوامداره ستراتیژي جوړه کړو.» د نوموړي په خبره، د مهاجرت په یوې راتلونکې ستراتیژۍ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو څخه د اغیزمنې ساتنې، له اروپا څخه بهر د مرکزونو د جوړولو او د یوه "ثابت اخراج د عملي کولو پالیسي" شاملیږي.
د ۲۰۱۵ م کال د اگست پر ۲۷مه د اتریش پولیسو د پارندورف کلي ته نیژدې چی ۵۰۰۰ اوسیدونکي لري، لویه لار کې له هنگري څخه راغلې یوه یخچالي لارۍ پیدا کړه. د هغې د باروړلو په شاوخوا ۱۴ مکعب متره لویه ساحه کې چی هیڅ هوا کش یې نه درلود، د ۵۹ نارینه وو، اتو ښځو او څلورو کوچنیانو جسدونه وموندل سول.
د پلټنو له مخې دغه انسانان ښايی یوه ورځ مخکې په هنگري کې د ساه بندۍ له امله مړه سوي ول. شواهد ښيی چې دغې ډلې لا له داخل څخه هڅه کوله چې له دغه ډیر گرم ځای څخه ځانونه وباسي. په ۲۰۱۹ کال کې د پیښې په تړاو څلور قاچاقچیان د عمري بند په سزا محکوم سول.