شخړيآلمان
آلمان کې يو امريکايي سرتېری په ډزو ژوبل شوی
۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبهاعلان
د لومړنيو پلټنو له مخې د يکشنبې په سهار د يوې امريکايي قشلې په دروازه کې د دوو امنيتي کارکوونکو او د يوه ۲۳ کلن امريکايي عسکر ترمنځ آخ و ډب رامنځ ته شو وروسته له دې چې نوموړي پر امنيتي پرسونل باندې حمله کړې وه. دغه خبره د ترير ښار پوليسو وکړه.
يوه امنيتي کس د عسکر په ورانه باندې ډزې کړې دي. له ۲۳ کلن عسکر سره بېړنۍ مرسته وشوه او هغه بيا روغتون ته ولېږدول شو چې ښايي د ورځې په ترڅ کې به بېرته خوشې هم شي. د شخړې اصلي لامل معلوم نه دی. د باد کرويڅناخ له څارنوالۍ سره په همغږۍ پلټنې لا دوام لري.