آلمان کې د اورګاډو د کارکوونکو ۵۰ ساعته اعتصاب لغوه شو
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبهدغه اعتصاب د معاشونو د زیاتوالي لپاره ترسره کيدی
اوس مهال تر ټولو اوږده اعتصاب په اړه د مسافرانو اندیښنه لرې شوې او کولی شي آرامه ساه واخلي.
وړاندې ویل شوي و چې دغه اعتصاب به د یکشنبې له ماښام پیل او تر سه شنبې (۱۴ تر ۱۶ ) مې به ادمه لري.
وروسته له دغه اعلانه د آلمان د اورګاډي ادارې « دویچه بان» د خپلو کارکوونکو د اعتصاب د مخنیوي لپاره محکمې ته مراجعه وکړه.
آلمان: په اورګاډي کې د چاقو بريد دوه تنه وژلي
په فرانکفورت کې د کار محکمې قاضي څو څو ځله اشاره کړې چې هغه د اعلان شوي اعتصاب په مشروعیت شک لري.
د فرانکفورت محکمې وړاندیز وکړ چې دواړه خواوې یوې حل لارې ته د رسیدو لپاره خبرو ته دوام ورکړي او اعتصاب دې پریږدي.
کارګمارونکو او د ریل پټلۍ اتحادیې د محکمې وړاندیز منلی او تر یوه ځایه یې په «جبري» ډول د معاشونو د لوړوالي موضوع منلې.
د آلمان د ریل پټلۍ د کارکوونکو اتحادیه چې د دې سکتور د ۲۳۰ زره کارکونکو او کارکوونکو استازیتوب کوي، د معاشونو ۱۲ سلنه زیاتوالی غواړي.
د اورګاډي ادارې ویلي هغوی چې معاشونه یې ټیټ او متوسط دي په معاش کې به يې لس سلنه زیاتوالی راولي او هغوی چې معاشونه یې لوړ دي په تنخوا کې به يې اته سلنه ډیروالی راولي. دغې ادارې ویلي چې چمتو ده چې د انفلاسیون د جبران کولو لپاره هر کس ته صرف په يو ځل ۲۸۵۰ یورو ورکړي.
د اورګاډي د کارګرانو اتحاديې د دويچه بان له دې وړانديز سره مخالفت وکړ، خو د محکمې له وړانديز وروسته دواړه خواوې جوړجاړي ته ورسېدل.
آ./ز.ن./ا.ا.